د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد های کورټ د ذکي الرحمان لکوي نظربندي ختمه کړه


 ذکي الرحمان لکوي
ذکي الرحمان لکوي

د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد های کورټ د هند په ممبۍ کې د شویو بریدونو مشکوک او لښکر طیبه وسله والې ډلې یو مشر ذکي الرحمان لکوي د نظربندۍ حکم باطل ګرځولی دی.

اسلام اباد: د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد های کورټ د هند په ممبۍ کې د شویو بریدونو مشکوک او لښکر طیبه وسله والې ډلې یو مشر ذکي الرحمان لکوي د نظربندۍ حکم باطل ګرځولی دی.

نن د اسلام اباد های کورټ جج جسټس نورالحق قريشي په خپله حکمنامه کې وويل، که پر نوموړي بل تور نه وي نو خوشې دي کړل شي.

ذکي الرحمان لکوي دا مهال د راولپېنډۍ په اډیاله زندان کې نظربنده دی.

پر ده تور دی چې په دوه زره اتم کال کې یې د هند د ممبۍ په ښار کې شوو بریدونو چل جوړ کړی وو. په دې حمله کي تر يو سل شپيته زيات کسان وژل شوي وو.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:23 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG