د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تکریت کې عراقي ځواکونو پرمختګ کړی


عراقي حکومتي ځواکونه له یو شمېر محاذونو د تکریت لوري ته پرمختګ کړی او د اسلامي دولت ډلې وسله وال یې د ښار منځ خواته شاتګ ته اړ کړي.

رپورټونه وايي، عراقیو ځواکونو او شیعه ملېشو د توپونو، الوتکو او هیلي کاپټرو په مرسته د تکریت په شمال، جنوب او غرب کې سیمې له وسله والو بیرته نیولې دي.

دا ځواکونه د چارشنبې پر ورځې ښار ته ورننوتل. د شیعه ملېشې یوه قومندان معین الکاظمي تېره ورځ سي اېن اېن ټیلي وېژن ته وویل، د تکریت ۷۵ فیصده خاوره اوس بیا د حکومت تر ولکې لاندې ده.

ده زیاته کړه چې پاتې سیمې د اسلامي دولت شاوخوا ۱۵۰ وسله والو په کنټرول کې ده. د پولیسو مشر جنرال بها العزاوي د فرانسې خبري اژانس ته وویل، تکریت ((له ټولو خواو کلابند کړل)) شوی دی.

له اسوشي اېټډ پرېس اژانس سره د مرکې پر وخت د عراق دفاع وزیر خالد العبیدي ویلي، دی تمه لري چې امنیتي ځواکونه به په درو، څلورو ورځو کې د تکریت ښار مرکز ته ورسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG