د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مصر ته تللی


د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري نن (جمعه) مصر ته تللی چې د اقتصادي پرمختیا په یوه غونډه کې برخه واخلي او له لوړپوړو مصریو چارواکو سره د نړیوال امنیت پر موضوعاتو خبرې وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، کیري له مصري ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد د نړیوال اېتلاف پر هڅو، د ګاونډي لېبیا پر حالاتو او په شام کې د روانې جګړې په اړه خبرې کوي.

ټاکل شوې چې کیري او د اروپا بهرنیو چارو تګلارې مشره فیدریکا موګېرېني په شرم الشیخ کې د مصر اقتصادي پرمختیا په غونډه کې ګډون وکړي.

تمه ده چې د غونډې په څنډو کې به کیري د ایران اټومي پروګرام په اړه د تهران او نړۍ شپږو ځواکمنو هېوادونو د مذاکراتو حالت په اړه هم خبرې وکړي.

د روانې میاشتې پر ۱۵مه به کیري د سوېټزرلینډ لوزان ښار ته ځي او هلته به له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره خبرې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG