د لاسرسي ځای

پاکستانیو ځواکونو د ۱۳ بلوڅ بېلتونپالو د وژلو ادعا کړې ده


په بلوچستان کې ملېشه ځواکونو ادعا کړې چې په بلوڅ مېشته سیمې ډېره بګټي کې یې د عملیاتو او نښتې پر مهال ۱۳ بلوڅ بېلتونپالي وژلي دي.

د ملېشې له مرکزي دفتره په بېګاني خپور شوي بیان کې راغلي، امنیتي سرتېرو د چارشنبې پر ورځ د ډېره بګټي په پیر کوه کې اووه بېلتونپالي او د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ یې په درینجن او رستم دربار کې شپږ بلوڅ وسله وال وژلي دي.

خو بلوڅ بېلتونپالې وسله والې ډلې بلوڅ رېپبلېکن ارمي او بلوڅ رېپبلېکن ګوند بېګا رسنیو ته وویل، پاکستانیو ځواکونو ۱۲ عام وګړي وژلي او دا چې د دوی هېڅ سرتېری نه دی وژل شوی.

XS
SM
MD
LG