د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان پولیس د شهلا عطا د مړینې پلټنه کوي


د افغانستان پخوانۍ وکیله شهلا عطا
د افغانستان پخوانۍ وکیله شهلا عطا

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او جمهوري ریاست ته کاندیدې شهلا عطا په خپل کور کې د نامعلوم دلیل له مخې ساه ورکړې ده.

د کابل د امنیه قومندانۍ د جنايي تحقیقاتو رییس فرید افضلي له مشال راډیو سره په خبرو کې د مېرمن عطا مړینه تایید کړه، خو ویې ویل، د تحقیقاتو لپاره یې د څیړنو ټیمونه استولي دي.

(( د مېرمن شهلا عطا دمړینې خبر نن مونږ ته ورسیده، داچې په طبیعي مرګ مړه شوې که په غیر طبیعي، د دې موضوع د معلومولو لپاره مو ټیمونه موظف کړي، په دې موضوع کار کوو، کله چې مو نتیجه واخیسته ، له خلکو او مطبوعاتوسره به یې شریکه کړو.))

مېرمن عطا د ولسي جرګې په پخوانۍ دوره کې د دې جرګې غړې وه او په ۲۰۰۹م کال کې جمهوري ریاست ته هم کاندیده وه.

XS
SM
MD
LG