د لاسرسي ځای

تازه خبر

د MQM او پوځ تر منځ د فاصلې د زیاتېدو لاملونه


د پاکستان رینجر ځواکونه د( ناین زیرو ) په وړاندې ولاړ دي
د پاکستان رینجر ځواکونه د( ناین زیرو ) په وړاندې ولاړ دي

پراګ: د پاکستان رينجرز ځواکونو د چارشنبې په ورځ په کراچۍ ښار کې د متحده قامي موومنټ پر مرکزي دفتر چاپه ووهله او د ځينو مفرورانو په ګډون يې درنه وسله په ولکه کې واخیسته.

د چاپې پر مهال د ایم کيو ايم د يو مهم مشر عامر خان په ګډون درې مفروران هم و نيول شول چې پکې د پښتون خبريال ولي خان بابړ قاتل هم شامل دی.

که څه هم په کراچۍ کې رينجرز ځواکونو د ټولو سياسي ګوندونو په خوښه د وزيراعظم نواز شريف په حکم له تيرو دوو کلونو راهيسې پوځي عمليات پيل کړي دي خو ايم کيو ايم هغه يوازېنی ګوند دی چې ځان د دې عملیاتو هدف ګڼي.

داسې ويل کيږي چې ايم کيو ايم د جنرال ضياالحق په واکمنۍ کې پوځ د خپلو ګټو لپاره جوړ کړی وو او هم دغه ګوند و چې د پخواني پوځي واکمن جنرال پرویز مشرف په واکمني کې د يو آمر پياوړی ملګری و.

کارپوهان فکر کوي چې ايم کيو ايم تل د پوځي اسټبلشمنټ په اشارو د جمهوري حکومتونو د کمزوره کولو په لړ کې د يوې آلې په توګه استعمال شوی دی ، خو دغه ګوند له دې تورونو انکار کوي.

نو که د دواړو ترمنځ دغه سټریټيجک تعلق ته و کتل شي نو دا پوښتنه راپورته کيږي چې بيا ولې د پوځ او ايم کيو ايم ترمنځ فاصلې مخ پر زياتېدو ښکاري؟

د کراچۍ پوهنتون د ژورنالېزم د څانګې مشر توصيف احمد خان وايي ( په کراچۍ کې چې کومي هدفي وژنې دي په خاصه توګه چې د ښار په زړه کې کومي فرقه ییزې وژنې کيږي په هغو کې د ايم کيو ايم د غړو لاس دی او له تيرو دوو کلونو راهېسي سکيورټي اسټبلشمنټځايي پوليس او د ځايي جاسوسي ادارو نيټ ورک په وار وار دا خبره کوي چي دغه وژنې په يو نه یو شکل کې د ايم کيو ايم له غړو سره تړل کيږي ځکه چي د ډسټرکټ سنټر ايسټ یعني د ښار د منځ په شرقي برخه د ايم کيو ايم په کنټرول کي ده، نو دلته ددې ګوند د ملاتړ بغير نا ممکنه ده چې دغه وژنې وشي او بيا د سکيورټي اسټبلشمنټ یعني پوځ او جاسوسي ادارو خپل يو سوچ دی، دوی دغه وژنې د امريکا او هند له چارو سره تړي نو ځکه دوی په مختلفو وختونو کې د دې ګوند پر ضد کاروايي کوي.

خو توصيف احمد خان زياتوي چې د پوځي اسټبلشمنټ او متحده قامي موومنټ ترمنځ تل يو ډول سټرټيجک تعلق پاته شوی دی.

دی زیاتوي :

((د پاکستان چې کوم مخصوصه حالات دي په هغو کې د ولسي حکومت په کمزورولو کي د ايم کيو ايم يو کردار پاتې شوی دی ، نو سکيورټي اسټبلشمنټ یعني پوځ او جاسوسي ادارې دغه ګوند استعمالوي هم. هغه داسي ، چي کله آصف علي زرداري په واک کي راغلی نو د ايم کيو ايم له ده سره اتحاد وشو، خو چي کله، د اين آر او کېسه راغله نو ايم کيو ايم د ده اتحادي وو خو د ده له ملګرتيا يې انکار وکړ.د اين آر او تر شا اسټبلشمنټ وو چي زرداري يې کمزوری کولو ، بله خبره داده چې کله د زرداري صيب په واکمني کي په سنده کي هدفي وژني کېدلې نو ټوله ګټه يې پوځي اسټبلشمنټ ته ورسېدله هغو دغه وژني د زرداري د کمزوري کولو لپاره استعمال کړلې. نو د ايم کيوايم پر يوه وخت دوه کرداره پاته شوي دي.)

په دې وروستيو کي د ايم کيو ايم په لندن کې ميشت مشر الطاف حسين په وار وار تور لګولی چي جاسوسي اداره آی ايس آی دی نه خوښوي چي د کارپوهانو په وينا د نوموړي له خولې دغسي يوه خبره راوتل ډيره ناشونې ښکاري.

خو په کراچۍ کي ميشت څيړونکی وسعت الله خان وايي دا لومړی ځل نه دی چي د پوځي اسټپلشمنټ او ايم کيو ايم ترمنځ تاوتريخوالی رامنځ ته شوی بلکه دا پخوا هم وو او په راتلونکي کي به هم وي.

وسعت الله خان وویل :

(( له اتيايمي لسېزي راهيسي بيا تر اوسه که د دغو پنځه ديرش کلونو جاج واخستل شي نو د ايم کيو ايم او اسټبلشمنټ تر منځ په تعلقاتو کي لوړي ژوري راغلي دي. کله د يوه کار بل کړی او کله د هغه بل کار هغه بل ور کړی. نو د دوی په منځ کي دغه رجحان را روان دی او زما په فکر په راتلونکي کي به هم روان وي.))

ځيني کارپوهان او د ايم کيو ايم ځيني مخالفه ګوندونه دا وايې چي کراچۍ ښار يو ډول په مکمله توګه د متحده قامي موومنټ په کنټرول کي دی او دلته هرڅه ددې ګوند په خوښه کيږي.

خو دغي خبري ته په پام سره وسعت الله خان وايې بايد پوځي اسټبلشمنټ د ايم کيو ايم د وهلو ناوړه نتيجې په نظر کي و ساتي.

نوموړي زیاته کړه:

((په دې کي اسټبلشمنټ ته يوه خبره په پام کي نيول پکار ده چي فرض که دوی پر دې خبره ولاړ دي چي نور بايد په کراچۍ، حيدر آباد او نورو اردو ويونکو سيمو کي وسله والو ډلو يا سياسي ګوندونو ته دفعاليت اجازه ورنکړل شي او هغه راټنګ کړل شي، خو پوښتنه داده چي آيا له اسټبلشمټ سره دوم پلان شته او که نه، چي آيا د ايم کيو ايم د کمزرولو په شکل کي چي کومه خلا رامنځ ته کيږي هغه به څوک ډکوي؟ که دغه خلا نوري وسله والي ډلي ډکوي بيا خو به په کراچۍ کي حالات نور هم خطرناکه شي او که چيري دوی په زور يو سياسي تحريک ځپل غواړي نو دا خو په پخوا کي هم دوه ځله پوځي کارواياني شوې ده نو نتيجه دا شوې وه چي ايم کيو ايم د ځپل کيدو پر ځای نور راپورته شوی وو.))

توصيف احمد خان داسي انګيري چي د ايم کيو ايم پر ضد اوسنۍ کارواياني ښايې په راتلونکو کي په سند کي د بلدياتي انتخاباتو په تناظر کي شوي وي چي دده په وينا نه غواړي دغه ګوند په کراچۍ ښار کي د يو پياوړي قوت په توګه رامخي ته شي.

XS
SM
MD
LG