د لاسرسي ځای

ایران : داعیش ډیر هیوادونه د ترهګرۍ ګواښ سره مخ کولی شي


د ایراني پارلیمان منشي علي لاریجاني

د ایراني پارلیمان منشي علي لاریجاني

د ايراني پارليمان سپيکر علي لاريجاني وايي که چيرې ايران د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد جګړه کې د عراق مرسته ونکړي نو نور هيوادونه به هم د دغې وسله والې ډلې د ترهګرۍ له ګواښ سره مخامخ شي.

لاريجاني پرون په قطر کې دا څرګندونې د کوويت تر خبرو اترو يوه ورځ وروسته وکړې.

قطر او کويت دواړه د خليجي عرب هيوادونو د ټولنې غړي دي چې په دا وروستيو کې يې ايران په يمن کې په لاس وهنې تورن کړی چيرې چې ياغي شيعه ډلې پلازمينه نيولې ده.

د امريکا د ګډو ځواکونو مشر جنرل مارټن ډيمپسي پرون ويلی وه چې ايران اوس په عراق کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد مرستندويه رول لوبوي خو چې کله دغه سختدريځه ډله ماتې وخورې نو ايران پلوه ملېشه د عراق د يوووالي هڅې زيانمنولای شي.

پرون سهار عراقي ځواکونه او شيعه وسله وال د عراق تکريت ښار ته داخل شول چې د صدام حسېن پلرنی ټاټوبی دی. د ايران پوځي مشاورينو د عراقي ځواکونو په رهنمايي کې مرسته کول.

د اسلامي دولت وسله واله ډله چې د داعیش په نوم هم پیژندل کیږي، په شام او عراق کې فعالیتونه کوي، خو په دې وروستیو کې یادې وسله والې ډلې په نورو هیوادونو کې هم فعالیتونه پیل کړي او خپل استازي یې ټاکلي دي.

XS
SM
MD
LG