د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور ـ تورخم لاره تر اکتوبره جوړیږي


د پېښور ـ تورخم لاره تر اکتوبره جوړیږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:23 0:00

فرنټیر ورکس په نوم یوه تعمیراتي اداره وايي د پېښور له کارخانو تر لواړګي د جوړیدونکي سرک کار نږدې بشپړ شوی دی. دا سرک چې د امریکا د پراختیايي ادارې په مرسته جوړیږي ټول اوږد والی یې څلور دیرش کیلومیټره دی چې تر اوسه په اوه ویشتو کیلو میټره سرک کار بشپړ شوی او چارواکي وايي چې په پاتې او د پاتې اوو کیلومیټرو کار به هم زر مکمل شي. همدارنګه د لواړګي او تورخم ترمنځ لس کیلومیټره سرک به هم د روان کال تر اکتوبره بشپړ شي. بل پلو د سیمې اوسیدونکي غوښتنه کوي چې په سرک د روان کار له کبله په ستونزو کې ګیر دي او پکار ده چې چارواکي د یاد سرک کار زرختم کړي. زمون​ږ همکار فرهاد شینواري پرې دغه ویډیويي راپور جوړ کړی چې ستاسو پام ورته راګرځوم

XS
SM
MD
LG