د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور ـ تورخم لاره تر اکتوبره جوړیږي


فایل فوټو
فایل فوټو

د فرنټیر ورکس په نوم یوه تعمیراتي اداره وايي دپېښور له کارخانو تر لواړګي د جوړیدونکي سرک کار نږدې بشپړ شوی دی.

دا سرک چې د امریکا د پراختیايي ادارې په مرسته جوړیږي ټول اوږد والی یې څلور دیرش کیلومیټره دی چې تر اوسه په اوه ویشتو کیلو میټره سرک کار بشپړ شوی او چارواکي وايي چې په پاتې او د پاتې اووکیلومیټرو کار به هم زر مکمل شي.

همدارنګه د لواړګي او تورخم ترمنځ لس کیلومیټره سرک به هم د روان کال تر اکتوبره بشپړ شي.

بل پلو د سیمې اوسیدونکي غوښتنه کوي چې په سرک د روان کار له کبله په ستونزو کې ګیر دي او پکار ده چې چارواکي د یاد سرک کار زرختم کړي.

د فرنټیر ورکس یو مشر میجر حسین الله وايي له پېښوره تر تورخمه په سرک روان کار به په روان کال کې په مکمله توګه بشپړ شي او د سیمې خلکو ته به ترې ډیره ګټه ورسیږي.

د پېښور او تورخم ترمنځ په جوړیدونکي دغه سرک کار په ۲۰۱۲م کې پیل شوی و ، او ټول لګښت یې د USAID یا د امریکا د پراختیايي ادارې په غاړه دی.

کارپوهان وايي د نوي سرک جوړیدو سره به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او تجارت اسانتیاوې پیدا شي.

XS
SM
MD
LG