د لاسرسي ځای

افغانستان : د انتخاباتو کمیسیون زرګونه کارکونکي له کاره ګوښه شوي


فایل فوټو

فایل فوټو

د افغانستان د انتخاباتو د کميسیون په زرګونه دایمي او موقتي کارکوونکي له کارونو ګوښه شوي دي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کميسیون وایي چې د ولسمشرۍ په تیرو دوو انتخاباتو او د ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د درغلیو د څیړلو په هدف یې یو تحقیقاتي راپور چمتو کړی دی.

د همدې کميسیون په وینا په دغه تحقیقاتي راپور کې معلومه شوې ده چې ۹۸۷۸ دایمي او موقتي کارکوونکو په درغلیو کې لاس درلودلو.

د انتخاباتي شکایتونو کميسیون وایي چې پر دغو تورنو کسانو بندیز لګول شوی دی چې په راتلونکو لسو کلونو کې بیا نه شي کولی چې د انتخاباتو په کميسیون کې کار وکړي.

ولسمشر اشرف غني د شنبې په ورځ د ملي شورا د پنځم کال د ۱۶مې دورې د پرانیستلو پر مهال ژمنه وکړه چې په انتخاباتي نظام کې به اصلاحات راولي.

دافغانستان د انتخاباتو په کمیسیون باندې د ولسمشرۍ په وروستیو انتخاباتو کې هم نیوکې کیدې چې ګواکې ځینو غړو یې درغلې کړېده. له همدې کبله د انتخاباتو پایلې په ځنډ سره د ولس مخې ته کېښودل شوې.

XS
SM
MD
LG