د لاسرسي ځای

" کراچۍ کې تر عملیاتو وړاندې مو ټول ګوندونه اعتماد کې اخیستي وو "


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان

د پاکستان د کورنيو چارو وزير ويلي چې په کراچۍ کې د عملياتو لپاره ټول سياسي ګوندونه په اعتماد کې اخيستل شوي وو او دا عمليات به بې له څه توپيره تر هغه وخته پورې روان وي تر څو په دې ښار کې امن نه وي پر ځای شوی.

چودري نثار علي خان پرون ناوخته له حکومتي ټيلي ويژن سره په خبرو کې وويل چې د متحده قومي موومنټ پر مرکزي دفتر باندې چاپه د پټو معلوماتو پر اساس ووهل شوه.

(( دا چاپه د کره استخباراتي معلوماتو پر اساس د رینجر ځواک لخوا ترسره شوه. په کراچۍ کې د روانو عملیاتو نه وړاندې موږ د ټولو سیاسي ګوندونو باور ترلاسه کړی و. متحده قامي مومونټ ګوند پخپله هم په کراچۍ کې د پوځي عملیاتو غوښتنه کوله. ))

د رېنجر ځواک سرتيرو پرون سهار وختي د کراچي په عزيز آباد سيمه کې د اېم کيو اېم پر مرکزي دفتر ( ناين زيرو ) چاپه ووهله او د ګوند د يو مشر عامر خان په ګډون يې يو شمېر نور پلويان هم ونيول.

تر چاپې وروسته د رېنجر ځواک یو چارواکي کرنل طاهر پرون خبري غونډې ته وويل چې په نیول شویو کسانو کې پنځه یا شپږ هغه کسان شامل دي چې امنیتي ځواکونو ته انتهایي مطلوب وو او په ضد یې مقدمې درج دي.

نوموړي زياته کړې وه چې داسې وسله يې هم له دې ځايه ترلاسه کړې چې پاکستان ته د هغې پر راوړلو بندیز دی.

XS
SM
MD
LG