د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په ایران کې د افغانانو اعدامولو مخنیوی پکار دی"


په دې وروستیو کې په ایران کې د پنځو افغانانو له اعدام وروسته پر افغان حکومت انتقادونه زیات شوي چې دې مسالې ته پاملرنه نه کوي.

په دې وروستیو کې په ایران کې د پنځو افغانانو له اعدام وروسته پر افغان حکومت انتقادونه زیات شوي چې دې مسالې ته پاملرنه نه کوي.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمیر غړي وايي؛ د هېواد حکومت باید د دې ستونزې د هواري لپاره جدي هڅه وکړي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون یوې غړې ناهید فرید له آزادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې حکومت په دې اړه ډېرې هڅې نه دي کړي او باید دا قضیه په جدي توګه تعقیب کړي:

"موافقه یم چې باید عدالت تطبیق شي؛ خو کله چې یو زنداني مدافع وکیل ونه لري؛ د محاکمې قضايي پروسه یې د اصولو له مخې مخته لاړه نه شي او هغه هم مهاجر وي؛ نو افغان حکومت باید په دې اړه کوټلي ګامونه پورته کړي.

باید د دې قضیې په اړه بې تفاوته پاتې نه شي. ځینې هڅې هم شوي، خو چې تعقیب شوي نه دي، نو دغو سیاستونو نتیجه نه ده ورکړې."

اغلې فرید وايي، په ګاونډيو هیوادونو کې د کډوالو د ستونزو او په تېره په ایران کې د افغانانو د اعدام د مخنیوي مساله باید د افغانستان د بهرني سیاست یوه مهمه برخه جوړه شي.

که څه هم په ایران کې د افغان زندانیانو دقیق شمیر نه دی معلوم؛ خو د رپوټونو له مخې شاوخوا پنځه زره افغانان د ایران په زندانونو کې شپې سبا کوي چې نیمايي یې د مخدره موادو د قاچاق په جرم په اعدام محکوم شوي دي.

په ایران کې د افغانانو پر اعدام په داسې حال کې انتقادونه زیات شوي چې په دې وروستیو کې د تخار د پنځو اوسیدونکو مړي چې د مخدره موادو د قاچاق په جرم اعدام شوي وو؛ له ایرانه دغه ولایت ته انتقال شوي دي.

د تخار د سرپرست والي ویاند سنت الله تیمور آزادي راډیو ته وویل؛ د تخار د دغو پنځو اوسیدونکو پر اعدام سربېره لسګونه هغو افغانانو له خپلو کورنیو سره خدای پاماني کړې چې د ایران په زندانونو کې پراته دي او د اعدام سزا ور اورول شوې ده:

"په څو محدودو ورځو کې د تخار د پنځو اوسیدونکو مړي چې په ایران کې اعدام شوي وو؛ تخار ته انتقال شول. د ځینو کورنیو د معلوماتو له مخې چې موږ ته رارسیدلي لسګونه هغو بندیانو چې د ایران په زندانونو کې پراته دي؛ له خپلو کورنیو سره خدای پاماني کړې او د اعدام تطبیق ته کینول شوي دي."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت نظر هم واخلو؛ خو د دغه وزارت چارواکو ویل چې هڅه کوي په دې اړه د تازه جزییاتو تر موندلو وروسته خپل دریځ شریک کړي.

له دې مخکې افغان چارواکو د افغان بندیانو د اعدام په خاطر اندیښنه ښودلې او ایراني لوري ته یې اعتراض وړاندې کړی دی.

پر افغان حکومت له دې مخکې هم انتقادونه شوي چې په ایران کې د افغانانو د اعدام د مخنیوي لپاره یې ډېرې هڅې نه دي کړي.

که څه هم له ایران څخه د افغان بندیانو د رالیږد په اړه له ډپلوماتيکي لارې هڅې شوي خو عملي نتیجه یې نه ده ورکړې.

د ځینو کارپوهانو په باور اصلي ستونزه دلته ده چې په افغانستان کې د بندیانو د ساتلو لپاره کافي ځای نه دی موجود څو یو شمیر نور له ایران نه هم ورته انتقال شي.

دوی همداراز وايي تر هغو چې په دننه هیواد کې خلکو ته کاري زمینې نه وې برابرې همداسې به په یوه او بله پلمه په نورو هیوادونو کې بندیان او ان اعدامیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG