د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې واورو لارې بندې کړې دي


په کورمه ایجنسۍ کې د پاړه څمکنی اوسېدونکی وایی، په یو شمېر سیمو کې یې واورو او ورښتونو له تېرې دوو اونیو راهیسېلارې بندې کړې دي او خلګ تګ را تګ نشي کولی.

ملک سیدالله جان مشال ریډیو ته وویل، ځېنې لارې له خوړونو او غرونو حخه د شګو او تیږو له رابهېدلو بندې شوي دي.

د منځنی او بره کورمې ایجنسۍ په حدودو کې پاړه څمکنۍ یوه غریزه سیمه ده چې ورته یوه لار له کورمې ایجنسی سر ښار پاړه چناره په کړمان او بله د صدې ښاره په مسوزو او لداه تللی ده.

د سیمې یو بل اوسېدونکی وايي، په ځېنو ځایونو کې له یوې میاشتې لارې بندې شوې دي او خلک له خپلو کورونو نشي وتلی.

د سرکاری شمیرو ترمخه، په سیمه کې د پاړه څمکنۍ خوني خېل، حاجي خېل ، لیسسیاڼی، غربینه او د خواجک قبیلو شاو خوا یو لکو پورې خلک اوسيږی.

ملک زمان خان څمکنی په نامه یو مشر مشال ریډیو ته وایی، حکومت د دې ستونزو هوارولو لپارهزر تر زره ګامونه اوچت کړي ځکه چې د سیمې خلکو ژوند یې سخت متاثره شوی دی.

د سي اېن ډبلیو محکمې یو مشر سید عاشق حسین مشال ریډیو ته وایی، د پاړه څمکنۍ یو شمېر علاقو دوره یې کړې ده او زیاتوي چې هلته به ډیر زر لارې پرانستلو لپارههلې ځلې پیل کړي.

واضحه دې وی چې د کورمې په لرې پراته سیمه پاړه چمکنی کې له تېرو څو ورځو راهیسې دومره واوره ورېدلې ده چې نه یوازې د مختلیفو سیمو لارې بندې شوې دي بلکې د بجلۍ ستنې راغورځېدلې دي او په ځېنو ځایونو کې د کورونو چتونه هم راپريوتي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG