د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې د ملي اردو ۶۰۰ سرتیرو پوځي روزنه ومونده


د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د ملي اردو د تندر ځواکونو له تعلیمي مرکز څخه شپږسوه تنه سرتیري تر فراغت وروسته څلورو ولایتونو ته، چې یاده قوا هلته سرتیري لري، د پوځي دندو د اجراء له پاره ولیږل شول.

د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د ملي اردو د تندر ځواکونو له تعلیمي مرکز څخه شپږسوه تنه سرتیري تر فراغت وروسته څلورو ولایتونو ته، چې یاده قوا هلته سرتیري لري، د پوځي دندو د اجراء له پاره ولیږل شول.

د تندر قول اردو څخه مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اوسمهال د ملي پوځ سرتیرو ته په روزنیز مرکز کې د عملي او نظري زده کړو مناسب او وړ شرایط برابر شوي دي.

د سېشنبې په ورځ د سرتیرو د فراغت هغه ځانګړي مراسم، چې د تندر قول اردو په ښوونیز مرکز کې جوړ شوي ول، په کې د ملي اردو جنرالانو، افسرانو، وړو ضابطانو او سلګونو سرتیرو برخه اخیستې وه.

مراسمو ته د تندر ځواکونو مرستیال جنرال محمداکبر یولداش په خپلو خبرو کې
د افغان سرتیرو اوسنۍ مسوولیت ډېر مهم او تاریخي وباله.

جنرال اکبر وویل، چې تاسو داسې مهال د ملي اردو قطعاتو او جزوتامونو ته
ورځئ، چې د نړیوالو ځواکونو دجګړه ییز ماموریت له پای ته رسیدو وروسته د هېواد ساتنې ستر مسوولیت تاسو ته سپارل شوی دی.

ده زیاته کړه: ((تاسو باید په خپلو پوځي دندو او حتی جګړه ییزو ماموریتونو کې پوځي اصول په کلکه په پام کې ونیسئ تر څو مو له یوې خوا زیان لږ او بریالیتوب ډېر وي او بل لوري ته د خپل جګړه ځپلي اولس باور او اعتماد هم لاسته راوړئ.))

په دې مراسمو کې د تندر قول اردو دکدر او پرسونل مدیر جنرال عبدالغفور رسولي د هغو مهارتونو یادونه وکړه، چې سرتیرو په پوځي ښوونیز مرکز کې د نظري او عملي زده کړو پر مهال ترلاسه کړي دي. ده وویل، چې دوی خپلو سرتیرو ته د پیاده، توپچي، استحکام، مخابرې،لوژستیک، نقلیه، ډریوری او په نورو برخو کې ښه روزنه ورکړې او دا سرتیري کولای شي، د مجربو او مسلکي پوځيانو په توګه خپلې دندې په بریالیتوب او ښه ډول ترسره کړي.

جنرال رسولي دا هم وویل، چې د نړیوالې ټولنې په مرسته اوسمهال افغان ملي
پوځ تر هر وخت ډېر پیاوړی شوی او په ښو او درنو وسلو او وسایطو سمبال شوی دی.
د فراغت تر ځانګړو مراسمو وروسته نوي فارغ شوي سرتیري د تندر قول اردو اړوند څلورو لواء ګانو ته چې په خوست، لوګر، پکتیکا او غزني ولایتونو کې دي، د پوځي چورلکو په واسطه واستول شول.

کتونکي که څه هم په ټوله د افغان ځواکونو مورال او روحیه لوړه بولي او د دندو څخه يې رضایت څرګندوي، خو وايي، چې د پیاوړي هوايي ځواک نه شتون د سرتیرو تلفات ډېر کړي او د دوی يې د پوځي عملیاتو پر مهال له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG