د لاسرسي ځای

استادان وايي، چې حکومت له دوی څخه د تعليم معيار ښه کولو غوښتنه کوي خو دوي ته ورکړل شوو اسانتياؤ سره داسې کول ناممکن ته نزدې دي.

د فاټا استادانو په پېښور کې د رابلل شوي خبري کانفرنس پر مهال له حکومته د خپلو نوکریو ترقي، په قبایلي سيمو کې د نوو استادانو برتي کولو ، د ناامنۍ له وجې وران سکولونو بيا جوړولو او د سکولونو موجوده ودانۍ پراخولو او هغوی که د نورو اسانتياؤ پوره کولو غوښتنه وکړه. په خبرې کانفرنس کې د اوو واړو ايجنسو او ايف آر سيمو ګڼ استادان موجود ول.

د خبري کانفرنس وروستو د فاټا استادانو اتحادیې مشر خان مالک خان مسود مشال ريډيو ته وويل چې د قبایلي سيمو استادان ډېر په سختو حالاتو کې خپل فرائض پوره کوي نو ځکهدوی له حکومته د خېبر پښتونخوا استادانو غوندې ترقي او د ماشومانو لپاره د تعليم اسانتياوې غواړي.

"زموږ چې کوم سکولونه ويجاړ شوې دي د هغوي بيا جوړول ، کومو سکولونو کې چې ماشومانو زيات دي په هغې کې نوې استادان بهرتي کول د اين تي ايس ټيسټ له لارې د استادانو انتخاب او په د ۴۰ ماشومانو په سر يو استاد او د خيبر پښتونخواد استادانو په رنګ د قبائلي سيمو استادانو ته ترقي ورکول زموږ غوښتنې دي"

د قبايلي سيمو د استادانو د تنظيم د لر او مينځنې کرمې فنانس سيکرټري محمد قاسم الدين پاړه چمکني وايي چې په يادو سيمو کې ماشومانو لپاره د تعليم اسانتاوې د نشت برابر دي.

"په قبائلي سيمو کې په زياتره سکولونو کې تشنابونه نشته د اوبو او بجلۍ اسانتيا پکې نشته، ډېر وخت وشو چې په فاټا کې د نوو استادانو لپاره انټرويو نه ده شوې، کوم استادان چې ريټایر شوي دي يا مړه شوي دي د هغوي ځای نه دی ډک کړل شوی نو دا مسائل په تعليم بد اغېز غورځوي"

د باجوړ د استادانو د تنظيم مشر قاري ګل سعيد مشال ريډيو ته وويل چې حکومت له دوي څخه د تعليم معيار ښه کولو غوښتنه کوي خو دوي ته ورکړل شوو اسانتياؤ سره داسې کول ناممکن ته نزدې دي.

"چې په يو سکول کې ۱۱سوه د ماشومانو شمېره وي، دوه کمرې وي او دوه استادان نو دې نورو کلاسونو ته به چوټې ورکوو، دوي وايې د تعليم معيار ښه کړې نو په څه يې ښه کړو چې په باران کې د ناستې ځائې نه وي او موږ ماشومانو کورونو ته ليږو په او دغه رنګه حال د هايي او مډل سکولونو هم دې"

د ايف آر پيښور د استادانو د تنظيم مشر عبد القيوم وينا ده چې په ناامنې کې د وران شوې سکولونو بيا جوړولو يې څو څو واره له حکومت څخه غوژتنه کړې ده خو تر اوسه په يوې سرکاري ادارې هم غوږ نه دې ګرولی.

زموږ فرتي شور کې هايي سکينډري سکول دې ، سمام خان سکول ، نعمان سکول دا بيخي وران شوې دي دغه نور د جينکو او هلکانو سکولونه دې چې د ناامنې له وجې وران شوې دي ، د روډ په غاړه دي او حکومت يې ښه ويني نو بايد چې جوړ يې کړې"

د قبايلي سيمو د استادانو د تنظيم د مشرانو په وينا د فاټا سيکرټريټ يا د قبائلي سيمو د انتطام ادارې د تعليم څانګې چارواکو ورسره د دوي د غوښتنو پوره کولو ژمنه کړې ده خو که د راروانې مياشتې تر ۱۲ مې نيټې د دوي غوښتنې پوره نه شوې په ټولو قبائلي سيمو کې به احتجاجي تحريک پيل کړي.

XS
SM
MD
LG