د لاسرسي ځای

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف د سېنېټ د چېرمېن لپاره د پاکستان پيپلز ګوند د سېڼېټر رضا رباني د ملاتړ اعلان وکړی.

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف د سېنېټ د چېرمېن لپاره د پاکستان پيپلز ګوند د سېڼېټر رضا رباني د ملاتړ اعلان وکړی. نن د پارليماني ګوندونو ګډې غونډې ته په وينا کې نواز شريف وويل چې که د سېنېټ د مشرتابه بار د رضا رباني پر اوږو راځي نو دوی به يې په خوشالۍ سره ومني.

نواز شريف نن د اتحادي ګوندونو مشران د غرمۍ ډوډۍ ته وربللي وو تر څو په دې اړه بحث وکړي.

تر دې وړاندې پرون په اسلام آباد کې د پخواني ولسمشر آصف علي زرداري په مشرۍ د پیپلز ګوند د اتحادي اپوزیشن ګوندونو پاکستان مسلم ليګ ق، متحده قومي موومنټ، عوامي نېشنل پارټۍ او جمعيت علما اسلام فضل الرحمان ډلې یوه غونډه وشوه چې د سېنېټ د چېرمېن د امیدوار په توګه د یاد ګوند د سینیټر رضا رباني نوم غوره کړل شو. د سېنېټ د ډپټي چېرمېن لپاره لا تر دې دمه د چا نوم نه دی غوره کړل شوی.

بلخوا په قامي اسمبلۍ کې د قبایلي سیمو غړیو دړکه ورکړې ده چې که د دې سیمو د څلورو سینیټرانو لپاره ټاکنې ونشي او د سینټ چېرمېن او ډ‌پټي چییر مېن منتخب کیږي نو دوی به یې نه تسلیموي او پرضد به یې عدالت ته ځي. د پاکستان ولسمشر ممنون حسین د روانې میاشتې پر ۱۲مه نیټه د سینټ غوڼډه وربللې ده چې د چېرمېن او ډپټي چېرمېن انتخاب به پکې کیږي.​

XS
SM
MD
LG