د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نارجسټرډ افغان کډوالو لپاره ګډ کمېشن جوړېږي


پاکستان او افغانستان په پاکستان کې د نارجسټرډ شوو افغانانو د ستونزې د حل لپاره د یو ګډ کمېسيون پر جوړلو اتفاق کړیدی.دا کمېسيون به د نادرا ، افغان کډوالو کمشنرېټ ، وفاقي حکومت او د افغان سفارت پر چارواکو مشتمل وي.

پاکستان او افغانستان په پاکستان کې د نارجسټرډ شوو افغانانو د ستونزې د حل لپاره د یو ګډ کمېسيون پر جوړلو اتفاق کړیدی.دا کمېسيون به د نادرا ، افغان کډوالو کمشنرېټ ، وفاقي حکومت او د افغان سفارت پر چارواکو مشتمل وي.

پر دې سربېره په دې لړ کې سبا په اسلام اباد کې یوه درې اړخیزه غونډه هم کیږي.

په اسلام آباد کې په افغان سفارت کې د کډوالو د چارو مسول ډکټر الوزي په دې اړه نن (سېشنبه) مشال راډيو ته وويل چې د افغانستان د کډوالو وزير سيد حسېن عالمي بلخي پرون دوشنبه په پېښور کې د خېبر پښتونخوا له ګورنر او وزيراعلا سره هم په دې اړه خبرې اترې وکړې او د نارجسټرډ افغان کډوالو د ستونزې په اړه به د (سبا)په درې اړخېزه غونډه کې بحث کيږي.

((د کډوال قیدیانو مسلې په اړه د پاکستان او د افغانستان یو اعلی سطحې چارواکو ډله وټاکل شوه او دا ډله به د افغان کډوال قیدیانو خلاصولو لپاره کار کوي)).

د نوموړي په وینا چې نن (سېشنبه) به د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وزیر پاکستان وزیراعظم او داخله چارو وزیر سره ملاقات کوي او په دې ملاقات کې به د سیکیورټي په معاملو خبرې کوي او دا خبره هم کوي چې په ترهګرې کې افغانان ککړ نه دي.

یاده دې وي د افغانستان د کډوالو د چارو وزارت وزیر سید حسین علیمي بلخي د اتوار په ورځ سره د یو اعلی سطحې پلاوې د پاکستان په پنځه ورځنې سفر رارسیدلې وو.

د ذکر ده د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وزیر سید حسین بلخي هم د اتوار په ورځ په اسلام اباد کې د ټول ملک نه راغلې د افغان کډوالو یو جرګې سره هم ملاقات کړې وو.

سید حسین بلخي افغان کډوالو ته دا باور ورکړې وو چې د هغې د مسلو په اړه د پاکستان اعلی چارواکو سره خبرې کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وینا چې دا وخت پاکستان کې رجسټرډ افغانانو شمیر پنځلس لکهه دې او د پاکستان حکومت د مالوماتو ترمخه چې لسو نه تر پنځلس لکهو پورې غیر رجسټرډ افغانان اوسیږي.

د تېر کال د ډسمبر پر ۱۶مه نېټه په پېښور کې پر آرمي پبلک سکول په بريد کې د پاکستاني ځواکونو په عملياتو کې په سلګونه افغان کډوال د شک په توګه نيول شوي او په زرګونه نور افغانستان ته په لېږلږ مجبوره کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG