د لاسرسي ځای

“د نارجسټرډ افغان کډوالو لپاره کډ کمېشن جوړوو”


پاکستان او افغانستان په پاکستان کې د نارجسټرډ شوو افغانانو د ستونزې د حل لپاره د یو ګډ کمېسيون پر جوړلو اتفاق کړیدی.دا کمېسيون به د نادرا ، افغان کډوالو کمشنرېټ، وفاقي حکومت او د افغان سفارت پر چارواکو مشتمل وي.

پر دې سربېره په دې لړ کې سبا په اسلام اباد کې یوه درې اړخیزه غونډه هم کیږي.

په اسلام آباد کې په افغان سفارت کې د کډوالو د چارو مسول ډکټر الوزي په دې اړه نن (سېشنبه) مشال راډيو ته وويل چې د افغانستان د کډوالو وزير سيد حسېن عالمي بلخي پرون دوشنبه په پېښور کې د خېبر پښتونخوا له ګورنر او وزيراعلا سره هم په دې اړه خبرې اترې وکړې او د نارجسټرډ شوو افغان کډوالو د ستونزې په اړه به د سبا په درې اړخېزه غونډه کې بحث کيږي.

د تېر کال د ډسمبر پر ۱۶مه نېټه په پېښور کې پر آزمي پبلک سکول په بريد کې د پاکستاني ځواکونو په عملياتو کې په سلګونه افغان کډوال د شک په توګه نيول شوي او په زرګونه نور افغانستان ته په لېږلږ مجبوره کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG