د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د فاټا تر سېنټرانو مخکې دې د سېنټ مشران نه ټاکل کېږي'


د باجوړ ايجنسۍ نه منتخب د قامي اسمبلۍ غړې حاجي بسم الله خان وينا وه چې د فاټا د نوي سينټرانو ټاکنې نه وړاندې د سينټ چيېرمېن او ډپټي چيېرمېن ټاکنه به لانجمنه وي

له فاټا منتخب بعضې د قامي اسمبلۍ غړي وايي، چې تر څو د قبايلي سيمو سېنټران نه وي ټاکل شوي تر هغو دې د سېنېټ د چيېرمېن او ډپټي چيېرمېن ټاکنه ونکړل شي.

له مشال راډيو سره خبرو کې د باجوړ ايجنسۍ نه منتخب د قامي اسمبلۍ غړې حاجي بسم الله خان وينا وه چې د فاټا د نوي سينټرانو ټاکنې نه وړاندې د سينټ چيېرمېن او ډپټي چيېرمېن ټاکنه به لانجمنه وي، نه صرف دوی به تسليم نکړي بلکې دې ټاکنې پر ضد به عدالت ته هم ځي.

د نوموړي وينا وه چې فاټا هم د دې ملک برخه ده او که د فاټا نوي سېنټرانو نه په غېر د سېنټ چيئرمين او ډپټي چيئرمين وټاکل شول نو دوی به ګڼي چې موجوده حکومت فاټا په انتظاميې او سياسي توګه د پاکستان برخه نه ګڼي.

د تېرې نهې پر ورځ د پاکستان صدر ممنون حسېن لخوا جاري کړل شوې يوې صدارتي حکمنامه کې له فاټا منتخب د قامي اسمبلۍ هر يو غړي ته د څلورو ووټونو پرځای د يو يو ووټ ورکولو حق ورکړل شو. د دغه حکمنامې پر ضد د تېر زيارت پر ورځ د فاټا شپږو غړو غازي ګلاب جمال، حاجي بسم الله خان، بلال الرحمن، ساجد حسين توري، ناصر خان او شاه جي ګل اپرېدي په اسلام اباد های کورټ کې درخواست جمع کړو چې پکې يې دريځ خپل کړو چې حکومت لخوا د سېنېټ انتخاباتو نه يو څو ساعته وړاندې حکمنامه جاري کول د جمهوريت پرضد ده.

د اورېدنې ورستو عدالت الېکشن کميشن، کابينه ډويژن او ایسټېبلیشمېنټ ډويژن ته نوټسې جاري کړې او په يوه اونۍ کې يې ترې ځواب وغوښتلو.

هم په دغه ورځ د چيف الېکشن کمیشنر جسټس ر سردار محمد رضا خان په مشرۍ کې د الېکشن کميشن يوه هنګامي غونډه وشوه چې پکې په قبايلې سيمو کې انتخابات د نامعلومه مودې پورې ځنډولو فيصله وکړل شوه.

مشال ريډيو چې کله د قانوني چارو کارپوه او د سپريم کورټ بار پخواني صدر قاضي انور نه تپوس وکړو چې فاټا د څلور سينټرانو د ټاکنې نه په غيرد سينټ چيئرمين او ډپټي چيئرمين ټاکنه په ایيني توګه يو صحيح ګام دې؟ په ځواب کې نوموړی، وايي، چې په ایين او قانون کې ضروري نه ده چې د چيېرمېن او ډپټي چيېرمېن ټاکنې لپاره دې ټول ممبران موجود وي تر څو چې د فاټا خبره ده نو دا مهال يې څلور سېنېټران په سېنېټ کې موجود دي يانې د سېنېټ چيېرمېن په ټاکنه کې د فاټا نمايندګي کېږي.

ياده دې وې چې په پاکستان کې د سينټ د ټولو غړو شميره ١٠٤ ده چې پکې د هرې صوبې نه ٢٣، ٢٣ سينټران د اسلام آباد نه ٤ او فاټا نه ٨ سينټران شامل دي پدې ١٠٤ سينټرانو کې د نيمو يعنې ٥٢ سينټرانو موده د روانې مياشتې په ١١ نيټه به پورا کيږي.

XS
SM
MD
LG