د لاسرسي ځای

'قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال نه نیسو'


د پېښور اېس اېس پي اپرېشن میا محمد سعید وايي، د ناقانونه افغان کډوالو ضد کاروايي کې نیول شوي نژدې دوه زره کډوال یې بیرته افغانستان ته لېږلي دی. نوموړي په پولیس لاین پېښور کې نن «ګل ورځ» د مشال ریډیو له خبریال غلام غوث سره په یو ځانګړې مرکه کې وویل، د افغانستان هر هغه کډوال چې قانوني اسناد لري، هغوی ته هېڅ هم نه ویل کېږي.

XS
SM
MD
LG