د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د غلام خان بندر نوي تاسیسات جوړ شول


په خوست کې د غلام خان بندر له پاره د ۳۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت نوي تاسیسات یا ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د دې ودانیو په جوړولو چې پوره دوه کاله ولګیدل، مالي لګښت يې د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ انجینري ګروپ پرغاړه اخیستی وو.

ددې سیمې اوسیدونکي وايي، چې د غلام خان بندر په ترانزیټ کیدو سره به د افغانستان او پاکستان د حکومتونو او خلکو تر منځ سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پراخې شي.

د دوشنبې په ورځ د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ د غلام خان په سیمه کې د ګمرکاتو او سرحدي پولیسو د کمیسارۍ له پاره نوې ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

یادې ودانۍ چې د خاورینو غونډیو په لمنو کې په پنځه دیرش جریبه ځمکه کې ابادې شوي، ټول تاسیسات او ودانۍ يې حتی د سیمې د هېوادونو په کچه د اوسني وخت د اړتیاوو سره سمې جوړې شوې او پوره اسانتیاوې په کې موجودې دي.

خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي د یادو تاسیساتو د پرانیستې پر مهال د ودانیو لګښتونه او نور مشخصات مشال راډيو ته داسې په ګوته کړل:

((موږ نن په غلام خان بندر کې د سرحدي پولیسو د کمیسارۍ او د ګمرک د نویو تاسیساتو پرانیسته درلوده، دا دواړه ودانۍ په دوو کالونو کې جوړې شوې، د دې ودانیو لګښت ۳۹۰ میلیونه افغانۍ دي، دواړه ودانۍ په پنځه دېرش جریبه ځمکه کې ابادې شوې دي، د دې ودانیو لګښت د امریکا متحده ایالاتو د پوځ د انجینري ګروپ له خوا ورکړل شوي دي.))

د غلام خان بندر د تاسیساتو د پرانیستې په مراسمو کې د ځايي خلکو او حکومتي مامورینو سربیره د کورنیو چارو وزارت یو شمېر چارواکیو هم برخه اخیستې وه.

د یاد وزارت د سرحدي ځواکونو عمومي قوماندان لوی پاسوال محمدشفیق فضلي مشال راډیو ته وویل، چې د دې ودانیو په جوړولو سره به په ګمرکي چارو کې ښه والۍ راشي او دوی به د شته اسانتیاوو څخه په استفادې خلکو ته ښه خدمتونه ترسره کړي:

((د کمیساري او ګمرکاتو تاسیسات تاسو ولیدل، چې دلته په غلام خان کې افتتاح شول، زه امیدوار یم چې تر پخوا به زموږ په کارونو کې بهتروالۍ راشي، پیاوړی به شي، په ښو تجهیزاتو به سمبال وي او د خلکو د ښو سهولتونو له پاره به د دوی په خدمت کې وي.))

په خوست د یو ټولنیز بنسټ غړي کمال الدین ځدراڼ د غلام خان بندر د سیاسي او اقتصادي ارزښت په تړاو داسې وویل:

((دا لاره د نورو په پرتله لنډه ده، نو په طبعي توګه به په توکو کرایه کمه پریوځي، همدارنګه د صادراتو او وارداتو له پاره هم سوداګرو ته په ګټه تمامیږي، همدارنګه د ډیورند کرښې په دواړو غاړو کې وروڼه پښتانه قومونه اوسیږي، د دوی تر منځ تګ او راتګ همدارنګه مینه او محبت ډېریږي، کله چې د دواړو هېوادونو سوداګر کاروبار شروع کړي په زرګونو خلکو ته د کار او حرفې زمینه برابریږي.))

د نظر خاوند میرناګل تڼیوال وايي، چې د غلام خان بندر د اساسي تاسیساتو جوړول به د سیمې هېوادونه په ځانګړي ډول پاکستان، چین، عربي متحده امارات او هند دې ته وهڅوي، چې په دې ولایت کې خپلې قونسلګیري پرانیزي، چې په دې سره به خلکو ته په اقتصادي برخه کې د ډېرو پرمختګونو زمینه برابره شي:

((د ترانزیټ په صورت کې به د دې لارې څخه پاکستان، زموږ هېواد، چین، امارات او حتی هند ټول استفاده وکړي، ځکه دوی باید دلته په خوست کې خپلې قونسلګرې پرانیزي، د قونسلګریو په نتیجه کې به خوست میشتو او هېوادوالو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي، زه فکر کوم خوست به یو ځانګړي سټراتيژيک، سیاسي، اقتصادي، کلتوري او فرهنګي مرکز باندې هم خوست بدل شي.))

کتونکي په دې باور دي، که چیرې غلام خان بندر د افغانستان او پاکستان د دواړو حکومتونو په موافقه رسمي ترانزیټ نه شي، تر هغې به د خلکو هغه هیلې نیمګړي پاتې وي، چې په دې ولایت کې يې د اقتصادي، سیاسي او امنیت پرمختګ له پاره لري.

XS
SM
MD
LG