د لاسرسي ځای

تازه خبر

'سختدریځۍ پر ځوانانو بد اغېز کړی'


کارپوهان وايي، په خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د سختدریځۍ او تاوتریخوالي روانې څپې د ځوان کهول، په رویو او چلند کې کې تندي او نه زغم کړی دی. د دوی په خبره پکاره ده چې په ټولنه کې د سالم او روغ ځوان کهول د رامنځته کولو لپاره په ټوله سیمه کې په ګډه د تلپاتې امن لپاره هڅې وشي.

دپېښور پوهنتون کې د افغانستان یو زده کوونکی محمد یاسین له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د ځوانانو لپاره د کار روزګار پراخې موقعې برابرول به د ځوانانو په اقتصادي ژوند کې یو لوی پرمختګ راوړي.

د یاد پوهنتون یو بل زده کوونکی فخر عالم اپرېدی بیا وايي،چې د ځوانانو په رویه کې د بدلون لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې په دوی کې پوهنه او اګاهي زیاته کړل شي. د ده په خبره چې یو تن اګاه نه وي نو هغه به څنګه عادي ژوند تېر کړي. بې تعلیمه او ناپوه خلک د باسوادو خلکو په نسبت زر غوسه کېږي. نو تعلیم او بس تعلیم نوی کهول پر لاره برابرولی شي.

په پېښور کې پوهنتون کې یو بل څېړونکی ډاکټر ظفر خان چې د بنیادپرستۍ ختمولو پر موضوع یې پي اېچ ډی کړې، وايي، «زموږ په ټولنه کې ډېر پراخ، لکه سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو بدلونونو ته اړتیا ده. د همدغو بدلونو په زور په سیمه کې تلپاتې امن راتلی شي. او امن خپله د یوې روغې او جوړې ټولنې ضمانت ورکوي»

XS
SM
MD
LG