د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی


صابرینه حمیدي د مشال له خبریال باز عابد سره د مرکې په حال کې
صابرینه حمیدي د مشال له خبریال باز عابد سره د مرکې په حال کې

په ننګرهار کې د بشر د حقونو خپلواک کميسیون وايي چې سږکال له دوی سره د تير کال په نسبت د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتې پيښې ثبت شوي دي چې دوی یې لاملونه په خلکو کې عامه پوهاوی او قانون ته لاسرسی بولي.

د افغانستان په ختيځ کې د بشرد حقونو د خپلواک کميسیون مشرې صابرینې حمیدي مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل:


(( تېر کال له موږ سره ۱۷۰ پيښې ثبت شوې وې، خو سږکال د حوت تر پینځلسمې نيټې پورې ۲۰۰ سوه پيښې د هغو قربانيانو دي چې موږ ته يې مراجعه کړې ده. او د هر قرباني په قضیه کې دوه، درې، او حتی پینځه ډوله تاوتریخوالی شامل دی.))

د بشر د حقونو خپلواک کميسيون په داسې حال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي خبره کوي چې لا هم د ختيځو ولايتونو په ليرو پرتو سيمو کې مېرمنې د کلتوري محدودیتونو له امله خپلې ستونزې له کورنۍ څخه بهر نه شي شریکولی، او یا هم هغو ادارو ته لاسرسي نه لري چې په دغه برخه کې کار کوي، دا چې د بشر د حقونو خپلواک کميسیون د دغه شان ستونزو د حل لپاره څه وړانديز کوي، صابرينه حميدي مشال راډيو ته وويل:


(( د بشر د حقونو کميسیون يوازې د ښځو له پاره کار نه کوي، که هر قشر له ستونزو سره مخ کيږي، دوی کولای شي چې په اول قدم کې ولسوالۍ ته مراجعه وکړي، له مشرانو او با رسوخه خلکو او علماوو نه مرسته وغواړي، د بشر د حقونو کميسیون دی، په امنیه قوماندانيو کې موږ د تاوتریخوالي د منع امريتونه لرو. د څارنوالی په چوکاټ کې فاميلي محکمه لرو، نو د دوی د حقونو د نقض په صورت کې دوی کولای شي چې دغو ارګانونو ته د خپلو حقونو د اعادې لپاره مراجعه وکړي.))

صابرینه حميدي وايي چې له دوی سره په ثبت شويو پيښو کې له ښځو سره فزيکي تاوتریخوالي په سر کې راځي، چې د پت په نوم وژنې هم په کې شاملې دي. په دویم کې قدم کې ورسره له میراث نه د محروميت پيښې او په کم عمر کې اجباري ودونه دي.

XS
SM
MD
LG