د لاسرسي ځای

د نیمروز ولایت له زندانه د ۱۶ بندیانو د تښتېدو مخه ونیول شوه


د افغانستان نیمروز ولایت له زندانه یو خطرناک بندې تیرماښام له پنځلسو نورو بندیانو سره د تښتېدو هڅه وکړه خو ناکامه کړل شو.

د نیمروز ولایت امنیه قوماندان محمد قسیم جنګلباغ مشال راډیو ته وویل، دا کس محمد روزي نومیده او له څلورو کالو راهیسې د نشه یي موادو د قاچاق په جرم بندي و.

د نیمروز ولایت په زندان کې شاوخوا درې نیم سوه کسان بند دي چې زیات شمیر یې د نشه یي موادو د قاچاق په جرمنیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG