د لاسرسي ځای

فاټا سکرټېټ: قبایلو ته به په نوکریو کې معیارساتنه کوو


د قبایلي سیمو نقشه

د قبایلي سیمو نقشه

د فاټا سیکرټریټ چارواکي وايي چې په لومړي ځل د قبایلي سیمو خلکو ته د نوکريو ورکولو لپاره د این ټي ایس یاني نیشنل ټیسټنګ سروس طریقه معرفي کوي

خیبر ایجنسۍ: د فاټا سیکرټریټ چارواکي وايي چې په لومړي ځل د قبایلي سیمو خلکو ته د نوکريو ورکولو لپاره د این ټي ایس یاني نیشنل ټیسټنګ سروس طریقه معرفي کوي.

دغه نظام د پاکستان په نورو برخو کې عملي دی د کوم له مخې چې د سفارش يا رشوت له لارې د نوکريو ترلاسه کولو مخه نيول کيږي.

د دې طریقه کار مطابق تر امتحان وروسته د قابليت پر بنياد يو کس ته نوکري ورکول کيږي. د قیايلي سيمو ځوانانو که څه هم د دې ګام هر کلی کړی دی خو په اړه يې نور وضاحت هم غواړي.

XS
SM
MD
LG