د لاسرسي ځای

ننګرهار: ورښتونو ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې


د ننګرهار چارواکي وایي، بېګا شپه شاوخوا دولس بجې د خوګياڼو ولسوالۍ اړوند وډيسا سيمه کې د سخت باران د وريډو له امله د دوه کورونو د چتونو د پريښو له امله اته کسان وژل شوي او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولايت مطبوعاتي مسوول احمد ضیا عبدالزي د شنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل: په وژل شويو کې شپږ تنه ماشومان او دوه ميرمنې شاملې دي.

XS
SM
MD
LG