د لاسرسي ځای

ًپه فاټا کې د سېنټ د انتخاب لپاره نېټه نه شو اعلانولای ً


یو کس د رایې کارونې ته تیاري کوي (پخوانی عکس)

یو کس د رایې کارونې ته تیاري کوي (پخوانی عکس)

د پاکستان د انتخاباتو کميشن وايي ، تر هغه وخته په قبایلي سیمو کې د سېنټ لپاره د انتخاب بله نېټه نه شي اعلانولای تر څو چې په دې اړه د ولسمشر جاري شوی آرډيننس نه وي روښانه شوی.

اسلام اباد: د پاکستان دانتخاباتو کميشن وايي ، تر هغه وخته په قبایلي سیمو کې د سېنټ لپاره د انتخاب بله نېټه نه شي اعلانولای تر څو چې په دې اړه د ولسمشر جاري شوی آرډيننس نه وي روښانه شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ په ټول پاکستان کې د سينټ پر خالي شوو څوکيو انتخابات وشول خو انتخابي کميشن د فاټا ټاکني د ولسمشر ممنون حسين لخوا د جاري شوي آرډيننس له کبله وځنډولې.

د جمعې په ورځ د انتخاباتو کميشن پر خپله ويب پاڼه بيان خپور کړ په کوم کې چې ویل شوي چې داآرډيننس له ابهام او تضاده ډک دی او دا د هغه قانون پر ضد دی چې له مخي يې انتخابات اعلان شوي وو.

د پخواني قانون له مخې به له قبایلي سیمو د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړو د سينټ په ټاکنو کې څلور ووټونه استعمالول خو د ولسمشر ممنون حسېن اوسنيآرډيننس له کبله هغوی اوس داسې نه شي کولای.

XS
SM
MD
LG