د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق: د تکریت له جګړې ۲۸۰۰۰ وګړي تښتېدلي


ملګري ملتونه وايي ، د عراق په تکریت کې د جګړې له کبله ۲۸۰۰۰عام وګړي تښتېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې عراقي ځواکونو د شعیه ملېشو په ملتیا د دې لپاره عملیات پیل کړي دي چې له داعش څخه تکریت بیرته ونیسي.

ملګري ملتونه وايي ، ډېر ولسي وګړي هڅه کوي چې له دې جګړې وتښتي خو په امنیتي پوستو کې راګیر دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG