د لاسرسي ځای

د خوست د کرهڼې ریاست مسوولین وايي، چې سږ کال به په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه زره نوي نیالګي کینوي.

د خوست د کرهڼې ریاست مسوولین وايي، چې سږ کال به په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه زره نوي نیالګي کینوي.

د جمعې په ورځ د نیالګيو د کېنولو په هغه پراخه اشر او پګړه کې، چې د هېوادپال ځواک ټولنیز بنسټ په نووښت رابلل شوې وه، د خوست د کرنې ریاست مرستیال ډاکټر نقیب الله مشال راډیو ته راډیو ته وویل، چې یاده اداره، ښاروالۍ ریاست او یو شمېر حکومتي ادارې او مدني بنسټونه به د تېرو کالونو په شان سږ کال هم یو لک میوه لرونکي او نور زینتي نیالګي په مناسبو ځایونو کې کېنوي:

((دا چې هر کال د پسرلي په موسم کې د کرنې ریاست، ښاروالۍ او نورو مدني بنسټونو له خوا ګڼ نیالګي کېنول کیږي او دا نیالګي بیا د سرسبزۍ سبب ګرځي، سږ کال هم د یو لکو څخه د ډېرو نیالګیو د کېنولو پلان شته او د پروګرام په دوامداره ډول دی.))

په خوست کې د نیالګيو د کېنولو د جمعې ورځې پګړې ته د یاد ولایت سلګونه اوسیدونکي، مدني فعالان او د ټولنیزو سازمانونو غړي راغونډ ول، دوی د خواجه متون غونډۍ په اوږدو کې په منظمو لیکو سلګونه نیالګي کېنول.

د نیالګیو په کېنولو کې د هغو ګاډو او وسایطو څخه هم استفاده کېده، چې د هېوادپال ځواک له خوا د خوست ښار پاکولو ته وقف شوي دي.

د خوست ولایت په مرکز، ولسوالیو، کلیو او بانډو کې هم د معمول سره سم د ولسي خلکو له خوا هر کال په دې موسم په لکونو نیالګي کېنول کیږي.

د هېوادپال ځواک بنسټ اېښودونکي او د ولسي جرګې غړي همایون همایون وویل، چې دوی غواړي د ښار په نږدې سیمو او ادارو کې تر څلورو زرو نیالګي کینوي، دوی د نیالګيو د ساتنې او پالنې له پاره هم تدابیر نیولي دي:

((موږ غواړو، چې تر څلورو زرو پورې نیالګي کېنوو، چې نیمې به يې میوه دارې ونې وې او نیمايي به يې ناجوګان وي، نو لکه څرنګه چې وینئ، د خوست خلکو هم په دې حشر کې په پراخه کچه ګډون کړی دی، دوی هم په خپله خوښه موږ سره کار کوي، تر څو په ګډه خپل خوست اباد کړو.))

د خوست دوه تنه اوسیدونکي سیف الله غریبیار او قومي مشر نیازګل منګل هم وايي، چې د نیالګېو کېنول د چاپیریال په سمسورتیا او ښکلا کې مهم رول لري او دوی د نیالګيو د کېنولو دې پګړې ته ډېر خوشاله دي.

که څه هم د سپرلي په موسم کې د نویو نیالګیو کېنول یو ښه اقدام دی، خو سیمه وال اندېښنه لري، چې د نیالګیو نه اوبول او د هغې ساتنې او پالنې ته د لازمې پاملرنې نه شتون د دې لامل کیږي، چې ډیری نیالګي وچ او بیکاره شي، خو د خوست سیمه ییزې ادارې وايي، چې سږ کال يې د نیالګیو د پالنې او ساتنې له پاره لازم اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي.

XS
SM
MD
LG