د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا:د واکمن اتحاد ۷ او د مخالفو ۵ سېنټېران کامیاب


د خېبر پښتونخوا اسبملۍ د سېنېټ نوي غړي ټاکي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:30 0:00

د خېبر پښتونخوا اسبملۍ د سېنېټ نوي غړي ټاکي

د سېنېټ لپاره په دولس څوکیو کې اووه د خېبر پښتونخوا حکومت کې واکمن ګوندونو وګټلې او پینځه بیا مخالفونو ګوندونو یووړې.

د خېبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د سېنېټ دولسو څوکیو د غیرسرکاري نتیجو له مخې واکمن اتحادي ګوندونو اووه څوکۍ او په اېوان کې مخالفو ګوندونو، مسلیم لیګ (ن) دوه، جمعیت علماء اسلام (ف) یوه، عوامي نېشنل ګوند یوه او پاکستان پیپلز ګوند هم یوه څوکۍ ترلاسه کړې.

په خېبر پښتونخوا کی د لږکیو لپاره د سېنېټ پر یواځنۍ څوکۍ د پاکستان تحریک انصاف غړی جان کینت ویلیمز کامیابه شو.د ښځو لپاره پر ځانګړې لومړنۍ څوکۍ د پاکستان تحریک انصاف ثمینه عابد بریالۍ شوه.

او د ښځو دویمه ځانګړې څوکۍ بیا د عوامي نېشنل ګوند ستاره ایاز یووړه.

د مسلکیانو «ټیکنوکراټانو» له دوو څوکیو یو د پاکستان تحریک انصاف نعمان وزیر او بله د پاکستان مسلیم لیګ ن جاوید عباسي وګټله.

د سېنېټ لپاره په دولس څوکیو کې اووه د خېبر پښتونخوا حکومت کې واکمن ګوندونو وګټلې او پینځه بیا مخالفونو ګوندونو یووړې.

د پاکستان تحریک انصاف دوه امېدواران محسین عزیز او شبلی فراز بریالي شو او د جماعت اسلامي امیر سیراج الحق د عوامي جمهوری اتحاد لیاقت ترکید مسلیم لیګ نلیفټننټ جنرل ریټایرډ صلاح الدین د جمعیت علماء اسلام مولانا عطاالرحمان او د پاکستان پیپلز ګوند خانزاده خان هم د سینیټ پر عمومي څوکیو کامیابه شول.

له انتخابي نتیجو وروستو له خبریالانو سره په خبرو کې د خېبر پښتونخوا وزیر اعلا پروېز خټک پر مخالف سیاسي ګوندونو د درغلیو »هارس ټرېډینګ» تورونه ولګول او د جمعیت علماء اسلام مولانا عطاالرحمان په حکمران اتحاد د د رایو درنښت تر پښو لاندې کولو تورونه ولګول او ویې ویل چې حکمران اتحاد ووټونه بهر ته راویستلي ولاو یو ډول ټګی یې کړې ده.

XS
SM
MD
LG