د لاسرسي ځای

تازه خبر

“له افغان ډپلوماټانو سره د پاکستانيو پولیسو د ناوړه چلند پلټنې غواړو”


د افغانستان حکومت اجرایي مشر عبدالله عبدالله ویلي چې په پاکستان کې له افغان ډپلوماټانو سره د پاکستانيو پولیسو چلند هېڅ دلیل نه لري.

نوموړي دا خبره د پنجشنې پر ورځ په کابل کې د پاکستان له سفیر ابرار حسین سره د لیدو پر مهال کړې ده.

ابرارحسېن ویلي چې د پاکستان حکومت باید په دې اړه جدي پلټنې کوي او له عاملینو سره به یې قانوني چلند وشي.

د خېبر پښتو نخوا پولیسو د تیرې پنجشنبې پر ورځ په پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ څلور ډپلوماټان تر څو ساعته بند یان کړی ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG