د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېنېټ ټاکنې: پښتونخوا ملي عوامي او نیشنل ګوندونه مخکې


د بلوچستان اعلا وزیر ډاکټر مالک او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند نوی ټاکل شوی سېنېټر عثمان کاکړ روغبړ کوي
د بلوچستان اعلا وزیر ډاکټر مالک او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند نوی ټاکل شوی سېنېټر عثمان کاکړ روغبړ کوي

د پاکستان مسلم لیګ ن صوبايي صدر نواب ثناء الله زهري، چې پر غړیو د رايو د خرڅولو تور پورې کېږي، پرته له رسنوالو سره د خبرو له اسمبلۍ څخه ولاړ.

په بلوچستان کې د سینيټ په انتخاباتو کې د حکومتي ګوندونو اتحاد پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نیشنل ګوند تر ټولو زیاتې شپږ څوکۍ ترلاسه کړې دي. د پاکستان مسلم لیګ ن درې، يو جمعیت علماء اسلام ف، يو بلوچستان نېشنل ګوند مېنګل ډلې او يو آزاد کاندید کامیابه شوی دی.

په بلوچستان کې د پاکستان د سینيټ لپاره د زیارت په ورځ رايې اچونې بې له څه ځنډه پر خپل وخت ترسره شوې، چې پکې پښتونخوا ملي عوامي ګوند، نېشنل ګوند او مسلم لیګ ن درې درې څوکۍ، جمعیت علماء اسلام ف، بي این پي مېنګل او يوه آزاد کاندید يوه يوه څوکۍ ترلاسه کړې ده. د سینيټ په دې انتخاباتو کې په تر ټولو کمو غړيو تر ټولو زیات سینيټران د نېشنل ګوند کامیابه شوي، چې د اسمبلۍ په يوولسو غړيو يې درې سينيټران او پښتونخوا ملي عوامي ګوند بیا پر څوارلسو غړيو درې سینيټران کامیابه کړي. خو واکمن ګوند پاکستان مسلم لیګ ن چې په بلوچستان اسمبلۍ کې يې تر ټولو زیات غړي درلودل، د پاکستان په سینيټ کې يې د بلوچستان له خوا يواځې درې څوکۍ پر خپل نامه کړې. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي صدر او نوي ټاکل شوي سینيټر عثمان خان کاکړ تر انتخاباتو وروسته له رسنيو سره په خبرو کې وویل، د پاکستان په سینيټ کې به هڅه کوي، چې د خپل اولس بنیادي ستونځې هواري کړي.

؛ موږ ته دي خدای اوس دا توفیق راکړي، چې موږ په صحیح معنا د خپل اولس بنیادي ستونځې هوارې او پر خپلو وسايلو د خپلو خلکو اختیار، د قامونو د برابرۍ لپاره کار وکړو. له دې سره په سیاست کې د تل لپاره د پوځ او استخباراتو لاس وهنه بنده کړو. او په خارجه او داخله پالیسيو کې د پښتنو، بلوڅو، سندهیانو د شراکت او مشاورت لپاره کار وکړو. او له دې وطنه د ترهګرۍ د ختمېدو لپاره، د هر ماشوم لپاره تعلیم، علاج د هر رنځور لپاره او د هر وګړي لپاره د امن راوستلو ته لاره هواره کړو؛.

له دې سره چې د سینيټ په دې انتخاباتو کې د يوسف باديني په نامه يو تن په آزاد حيثيت باندې سینيټر وټاکل شو، او د واکمن پاکستان مسلم لیګ ن يو کانديد سردار یعقوب ناصر د زیاتو غړيو درلودلو باوجود پاتې شو. د نېشنل ګوند مرکزی غړی او سینيټر ميرحاصل بزنجو همدې ته په اشاره سره وویل، د مخکې په پرتله په بلوچستان کې د پېسو له لارې د رايې اخیستلو په شرح کې اوس بېخي زیات کمی راغلی.

؛ موږ دا وایو چې مخکې د پنځه شپېتو غړيو ټوله اسمبلۍ خرڅېدله، هغه شرح اوس کښته راغلې او کمه شوې. په رسنيو کې خو شوروغوغا وه، لکه چې په اووه جنرل څوکيو کې چې اووه واړه آزاد کانديدان ګټي. او ټوله اسمبلۍ خرڅېږي؛.

د پاکستان سېنېټ کې د سياسي ګوندونو پوزیشن

مسلم ليګ (ن)

۲۶

پيپلز ګوند

۲۷

مسلم ليګ (ق)

۴

جمعيت علماء اسلام (ف)

۵

عوامی نېشنل پارټي

۷

متحده قامي موومنټ

۸

پښتونخوا ملي عوامي پارټي

۳

پښتونخوا ملي عوامي پارټي

۳

نېشنل پارټي

۳

بلوچستان نيشنل پارټي (عوامی)

۳

بلوچستان نيشنل پارټي (مينګل)

۱

پاکستان تحريک انصاف

۶

جماعت اسلامي

۱

يوسف بادينی چې ګومان کېږي، د سینيټ لپاره يې ټولې رايې په کروړونو کالدارو اخیستې، تر انتخاباتو وروسته چې مې کله ورڅخه وپوښتل، چې آیا په پېسو رايې واخیستل شوې او که یا؟ نو باديني يې داسې ځواب راکړ.

؛ داسې مو اورېدلي دي، چې د پېسو له لارې رايې واخیستل شوې، لاکن موږ خو مخکې هم ویل، چې که تاسو په ښکاره په لاس پورته کولو رايه شمېرنه کوئ، نو زما غړی به د یوه په ځای دواړه لاسونه پورته کړي. ځکه چې تاسو د بلوچستان په قبایلي روایاتو خبر یاست، چې څومره هم زموږ د اسمبلۍ غړي دي، هغه ټول له قبایلي روایاتو سره سم مخکې لا له يوه بل سره وويني او سر سره خلاص کړي؛.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د سینيټ تردې انتخاباتو وروسته که څه هم د نورو ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو له رسنيو سره خبرې وکړې او د رسنوالو پوښتنې يې ځواب کړې، خو د پاکستان مسلم لیګ ن صوبايي صدر نواب ثناء الله زهري، چې پر غړیو د رايو د خرڅولو تور پورې کېږي، پرته له رسنوالو سره د خبرو له اسمبلۍ څخه ولاړ.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند نوی ټاکل شوی سېنېټر عثمان کاکړ له خبریالانو سره خبرې کوي
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند نوی ټاکل شوی سېنېټر عثمان کاکړ له خبریالانو سره خبرې کوي

د بلوچستان نېشنل ګوند نوی ټاکل شوی سېنېټر جهانزېب جمالدیني د خپل ګوند له مشر اختر مېنګل سره
د بلوچستان نېشنل ګوند نوی ټاکل شوی سېنېټر جهانزېب جمالدیني د خپل ګوند له مشر اختر مېنګل سره

کوټه: د نېشنل ګوند نوی ټاکل شوی سېنېټر حاص بزنجو
کوټه: د نېشنل ګوند نوی ټاکل شوی سېنېټر حاص بزنجو

XS
SM
MD
LG