د لاسرسي ځای

جنوبي کوریا کې امریکايي سفیر په برید کې ټپي


جنوبي کوریا: زخمي امریکايي سسفیر مارک لیپېرټ په سیول کې روغتون ته ننوزي

جنوبي کوریا: زخمي امریکايي سسفیر مارک لیپېرټ په سیول کې روغتون ته ننوزي

راپور زیاتوي، د سیول په مرکز کې د ناشتې په یوه غونډه کې پر امریکايي سفارت کارد برید پر مهال بریدکوونکي د جګړې ضد چیغې وهلې.

سپینې ماڼۍ پخلی کړی، چې په جنوبي کوریا کې د امریکا سفير مارک ليپېرټ په پلازمېنه سيول کې د زیارت پر ورځ »پینځم مارچ» یوه وسله وال بریدګر ژوبل کړی دی. خو زیاتوي چې د ليپېرټ ټپونه مرګوني نه دي.

د جنوبي کوریا د يوي خبري اژانس يونهاپ د راپور له مخې بريدګر له هغه پس ونیول شو چې د یوې پنر-چاړې په کارولو سره یې د ليپېرټ مخ وروپاږه.

راپور زیاتوي، د سیول په مرکز کې د ناشتې په یوه غونډه کې پر امریکايي سفارت کارد برید پر مهال بریدکوونکي د جګړې ضد چیغې وهلې.

خبري اژانس يونهاپ يو تصوير خپور کړی چې پکې سفیر روغتون ته د ننوتو پر مهال خپل ښی لاس پر مخ ايښی دی او له کیڼه لاسه یې په وینو لړلیدی.

روانه اوننۍ امریکا او جنوبي کوریا ګډ جنګي مشقونو پیل کړي دي، چې له امله يې له شمالي کوریا سره ترینګلتیا هم زیاته شوې ده.

جنوبي کوریا: په سیول کې پر امریکايي سفیر بریدکوونکی راپرځول شوی

جنوبي کوریا: په سیول کې پر امریکايي سفیر بریدکوونکی راپرځول شوی

XS
SM
MD
LG