د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د سېنېټ ټاکنې وځنډېدلې


د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان ویلي که یې د ګوند پارلیماني غړيو د خپل ګوند د سېنېټ اميدوارانو ته ووټونه ورنه کړل نو د خېبر پښتونخوا اسمبلي به ماته کړي.

په صوبايي اسمبلۍ کې اپوزیشن ګوندونه جمعیت علما اسلام، مسلم لیګ ن، پیپلز پارټي او عوامي نېشنل ګوند اعتراض لري چې واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف او اتحادي ګوندونه په سمه طریقه ووټ نه اچوي. د دوی په خبره یاد ګوندونه په ناسمه طریقه خپل ووټونه له اسمبلۍ بهر وړي او بل کس ته یې ښيي. د راپورته شوې لانجې له کبله انتخابات دمګړۍدرول شوي دي.

بلخوا له پېښوره د مشال ریډیو خبریال وايي چې د اپوزیشن ګوندونو په غوښتنه د پاکستان الیکشن کمیشن په خیبر پښتونخوا کې د عموي، مسلکي، ښځو او لږکیو لپاره د رایو اچولو جلا جلا پېټیو بندووبست کړی دی. او په همدې صوبه کې د پاکستان پیپلز ګوند نور عالم خان، او دوو نورو امېدوارانو شفیه امجد او منظور خان په ټاکنو کې د برخې نه اخیستو پرېکړه کړې.

نن په پاکستان کې د سېنېټ ۴۸ څوکیو لپاره د نویو غړو ټاکلو ټاکنې کېږي چې د دغه هېواد د صوبايي او قامي اسمبلي غړي ورته رایې ورکوي.د ایین له مخې د پاکستان سېنېټ نیمايي غړي هر درې کاله پس خپلې څوکۍ پرېږدي او پر ځای یې په عمومي، مسلکي، ښځو او لږکیو څوکیو نوي غړي ټاکل کېږي.

بلخوا نن سهار د پاکستان ولسمشر له دفتره خپاره شوي يوه صدارتي فرمان کې راغي چې د قبايلي سيمو له پارلیماني غړيو د یوه سېنېټر لپاره د څلورو رایو «ووټونو» اچولو حق بیرته اخیستل شوی دی او اوس به هر پارلیماني غړی، سړي سر يو ووټ کاروي.

د شورو ورځ په پېښور کې خبري غونډې ته د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان ویلي که یې د ګوند پارلیماني غړيو د خپل ګوند د سېنېټ اميدوارانو ته ووټونه ورنه کړل نو د خېبر پښتونخوا اسمبلي به ماته کړي.

عمران خان د سينټ په دې روانو ټاکنو کي د خپل ګوند يو پارلیماني غړي جاويد نسيم له هغه وروسته له ګونده ویوست چې د سېنېټ لپاره د يوه ازاد امېدوار تاييدونکی و.

XS
SM
MD
LG