د لاسرسي ځای

زابل: افغان ځواکونو تر ۵۰ ډېر وسله وال وژلي


د افغانستان د زابل ولایت چارواکي وایي چې تر پنځوسو ډېر حکومت مخالفه وسله وال د خاک افغان په ولسوالي کې وژل شوي دي چې نیمایي یې بهرنیان دي.

د چارواکو په وینا په زابل کې د ۳۱ تښتول شوو افغانانو د خوشي کېدو لپاره چې کله خبرو نتیجه ورنه کړه، نو د تېرې نهې پر ورځ عملیات پیل شول.

يو افغان پوځي چارواکی عبدالحميد حميد د چارشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې په وژل شویو کې یوه بهرنۍ ښځه هم ده او یوهبله بهرنۍ ښځه چې پوځي جامې یې لرلې ژوندۍ نیول شوې ده:

د زابل په شاجوي ولسوالي کېوسله والو ۳۱ کسان پر لویه لار له دوو بسونو ښکته کړل او له ځانونو سره یې بوتلل.

XS
SM
MD
LG