د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مورنیو ژبو نړیواله ورځ او په مورنیو ژبو د زده کړو ارزښت


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د فبرورۍ ۲۱مه د مورنیو ژبو نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. د سندرو امېل نننۍ خپرونه مو په پېښور کې د مورنیو ژبو نړیوالې ژبې په مناسبت شوې یوې غونډې ته ځانګړې کړې ده.

یاده غونډه یوې ناحکومتي ادارې پوهه فاونډېشن جوړه کړې وه. د دې ادارې مشر ایاز مندوخېل وايي، دوی په غونډه کې په خیبر پښتونخوا کې په نصاب کې پر بدلونونو، د مورنۍ ژبې ارزښت، په پښتونخوا، قبایلي سیمو او بلوچستان کې د ابتدايي زده کړو نظام او په یادې سیمې کې د ښځو پر تعلیم خبرې وکړې.

مندوخېل وايي، که څه هم په پښتونخوا کې په نصاب کې پښتو شته، خو د تعلیم ژبه پښتو نه ده. د ده په خبره، حکومت باید ماشومانو ته د هغوی په مورنیو ژبو د زده کړو لارې برابرې کړي.

په خپرونه کې پر دې موضوع د نور بحث تر څنګ سندرې هم درخپروو. د سندرو امېل د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

د مورنیو ژبو نړیواله ورځ او په مورنیو ژبو د زده کړو ارزښت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:27 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG