د لاسرسي ځای

'د لواړګي پولیټیکل چارواکي د خلکو ستونځې نه هواروي'


د خېبر ایجنسۍ وګړي د لواړګي پولیټیکل چارواکو له ناسم چلنده سرټکوي او وايي، چې مقدمې او ستونځې یې پر وخت نه هواروي. دوی وايي، چې د خېبر ایجنسې په تحصیلونو کې اوس هم د اسې کسان کار کوي چې ریټایرډ شوي دي خو له خپلو دندو نه لېرې کېږي.

د لواړګي اوسېدونکي له حکومته غوښتنه کوي، هغه چاراوکي دې هیسته کړل شي چې د دوی مسلې نه هواروي. خو د خېبر هاوس چاروکي وايي، چې د خېبر خلک خپل شکایتونه په شکایت سیل کې په ټيليفون داخلولی شي،او شکایت ته به یې پوره پاملرنه کېږي.

XS
SM
MD
LG