د لاسرسي ځای

تازه خبر

'هند او پاکستان د خپلمنځي ناندریو په کمولو رضا شوي'


اسلام اباد: د هند بهرنيو چارو سېکرټري اېس جی شنکر له خپل پاکستاني سیال احمد چودري سره
اسلام اباد: د هند بهرنيو چارو سېکرټري اېس جی شنکر له خپل پاکستاني سیال احمد چودري سره

د پاکستان سياسي او سيمه ييزو چارو ځينې څارونکي دې هېواد ته د هند بهرنيو چارو د سکرتر سفر او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو د ځنډېدۍ لړۍ پيل، دواړو هېوادونو او سيمې لپاره مهم ارزوي

د هند بهرنيو چارو سکرتر له پاکستانيو چارواکيو سره د خبرو اترو لپاره د سشنبې ورځ په يو دوه ورځني سفر د دغه هېواد پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی دی.

د هند بهرنيو چارو سېکرټري اېس جی شنکر ويلي چې پاکستان او هند دواړه د اختلافاتو پر کمولو او په ګډه کار کولو باندې راضي شوي دي. نوموړي نن «نهې ورځ» په اسلام آباد کې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال زياته کړه چې پاکستان او هند دواړه پر دې راضي شوي چې پر کنټرول کرښه ارامي او سوله ډېره زياته مهمه ده.

نوموړي دا خبرې تر هغه وړاندې وکړې چې نن د پاکستان او هند د بهرنيو چارو سېکرټرانو په مشرۍ پلاوو پر دوه اړخيزه اړيکو او د سوهېلي آسيا د همکاريو سازمان سارک په ګډون پر يو شمېر نورو چارو خبرې اترې وکړې. د دواړو پلاوو تر منځ دغه ليدنه په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو په دفتر کې وشوه. د پاکستاني پلاوي مشري اعزاز احمد او چودري او د هندي پلاوي مشري بيا اېس جی شنکر کول.

که څه هم د پاکستان حکومت تر دې دمه د ايس جى شنګر د سفر او کتنو د ايجنډا په اړه څۀ نه دي ويلي؛ خو د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې؛ نوموړى به د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو د ځنډېدلې لړۍ د بېرته پيل او په يو شمېر نورو دوه اړخيزو او سيمه ييزو اړيکيو خبرې وکړي.

جی شنکر به د خپل سفر په ترڅ کې له وزیر اعظم نواز شريف او يو شمېر نورو چارواکيو سره هم ویني.

ښاغلی شنکر نن له خپل پلاوي سره يو ځای د پاکستان په دوه ورځني سفر اسلام آباد ته ورسېدی. نوموړی به د پاکستان د وزيراعظم د امنيتي او بهرنيو چارو له سلاکار سرتاج عزيز او د وزيراعظم د ځانګړي مرستيال طارق فاطمي سره ليده کاته کوي. تېر کال په نوي ډلي کې د هند تر انتظام لاندې کشميري مشرانو سره د پاکستان د های کمشنر تر ملاقات وروسته هند د غبرګون په توګه د بهرنيو چارو د سېکرټرانو مذاکرات ځنډولي

بلخوا د پاکستان سياسي او سيمه ييزو چارو ځينې څارونکي دې هېواد ته د هند بهرنيو چارو د سکرتر سفر او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو د ځنډېدۍ لړۍ پيل، دواړو هېوادونو او سيمې لپاره مهم ارزوي او وايي، چې په سيمه کې د امن لپاره د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ ښې اړيکي د ټولو په ګټه دي.

په پېښور پوهنتون کې د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر پروفيسر سرفراز خان له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

" د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې نه صرف ښې دي، بلکې ضروري دي. ممکنه نه ده چې افغانستان، پاکستان، هند او ايران په خپلو کې خبرې ونه کړي و د ترهګرۍ مخنيوى وکړي، دا ممکنه نه ده. ضروري ده چې دې نه پس دوى نه صرف مذاکرات وکړي، خبرې اترې وکړي، بلکې په ځينو معاملاتو کې دومره ډېر تعاون وکړي، چې له يو بل سره استخباراتي معلومات شريک کړي او ورسره ورسره د ترهګرو مخنيوي لپاره داسې عمليات شريک کړي، چې هغوى د پاکستان، هند او افغانستان په ولسونو باندې بيا بيا حملې کوي، هغوى ته نجات ميلاو شي. دا ضروري ده."

په عين حال کې هندي رسنۍ وايي، چې پاکستان ته ددې هېواد د بهرنيو چارو د سکرتر سفر د سارک سازمان هېوادونو ته د هغه د سفرونو د لړۍ يوه کړۍ ده.

پاکستان ته سفر مخکې نوموړي د بوټان او بنګله دېش سفرونه هم کړي دي او ټاکل شوى، چې جى ايس شنکر به د چهارشنبې په ورځ له اسلام اباده کابل ته لاړ شي او له افغان چارواکيو سره بۀ هم وګوري.

د يادونې وړ ده، چې په هندوستان کې نريندرا مودي په مشرۍ د بي جي پي ګوند د حکومت تر رامنځته کېدو وروسته د هند و پاکستان اړيکي يو څه ترينګلي شوي او همداراز په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو پوځيان پر ګډه پوله پر يو بل بريدونه هم ډېر کړي، چې له امله يې تر دې دمه يو شمېر پاکستانيو ملکيانو او پوځيانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG