د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې ورښتونو تر ۲۰ زیات کسان وژلي


په پېښور کې امنیتي چارواکو نن «نهې ورځ» مشال راډیو ته وویل، چې د ښار سره نزدې په متنو سیمه کې بارانونو دیوې چیک پوسټې چت غورځولی چې پکې د ایف سي ځواک څلور سرتېري وژل شوي او درې ژوبل دي.

دا راز د خېبر پښتونخوا چارواکي وايي، په تېرو څو ورځو کې په پېښور، کوهاټ، مومند ایجنسۍ او یو شمېر نورو سیمو کې وروستیو ورښتونو اوولس کسان وژلي او یو شمېر یې ژوبل کړي دي. د چارواکو په وینا ګڼو خلکو ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG