د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پر بهرنۍ تګلاره سیاسي ګوندونه او سیاستوال یوه خوله دي'


د بهرنیو چارو او قامي سلامتۍ لپاره د وزيراعظم سلاکار سرتاج عزيز
د بهرنیو چارو او قامي سلامتۍ لپاره د وزيراعظم سلاکار سرتاج عزيز

د پاکستان سرکاري خبر رسا اداره اې پي پي د سرتاج عزيز له خلې ليکي چې امنیت د بهرنۍ تګلارې مهمه برخه وي او په دغه لړ کې پوځي او سياسي مشرتابه يوه خله دي.

د اتوار په ورځ ماځيګر په لاهور کېيوې غونډې ته د وینا پر مهال د بهرنیو چارو او قامي سلامتۍ لپاره د وزيراعظم سلاکار سرتاج عزيز وویل، پاکستان له هند سره د وسلې په ځغل کې شامل نه دی خو له خپلې دفاع او دفاعي صلاحيته غافله هم نه دی.

د افغانستان په اړه نوموړي وویل، چې اوس د دواړو ملکونو تعلقات ښه شوي دي او د استخباراتو په ګډون په مختلفو څانګو کې د يو بل مرستې کوي. پاکستان او افغانستان ژمنه کړې چې خپله خاوره به د يو بل پر ضد استعمال ته نه پرېږدي او دغه رنګ د پولې دواړو غاړو ته به په همغږۍ عملیات کوي.

د ده په خبره اوس دواړه ملکونه هغه رنګ په يو بل تورونه نه لګوي لکه مخکې چې به وو.

د پاکستان سرکاري خبر رسا اداره اې پي پي د سرتاج عزيز له خلې ليکي چې امنیت د بهرنۍ تګلارې مهمه برخه وي او په دغه لړ کې پوځي او سياسي مشرتابه يوه خله دي.

د پاکستان له افغانستان سره د تعلقاتو او بهرنۍ تګلارې په باب دغه اړه له مشال راډيو سره په خبرو کې د سيمه ايزو چارو کارپوه او په پېښور پوهنتون کې د سيمه ايزو مطالعاتو د څانګې پخوانی مشر ډاکټر سرفراز خان وايي، که د هند، امريکا او افغانستان په باب بهرنۍ تګلاره د پوځ په خوښه وي نو امکان دی چې بيا پوځي او سياسي مشروالي يوه خله وي. ځکه چې دلته پاليسۍ د سياسي مشرتابه پر ځای پوځي واکمن جوړوي.

ښاغلي سرتاج عزيز د خپلې وینا پر مهال د ضرب عضب عملیاتو په ګډون د ملک په لروبر کې د وسله والو خلاف په روانو عمليانو رڼا واچوله او دې کېتر دې دمه شوی پرمختګ په ګوته کړو.

XS
SM
MD
LG