د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سفیر له پاکستاني وزیراعظم سره ولیدل


د افغانستان سفير جانان موسازي
د افغانستان سفير جانان موسازي

د افغانستان سفير جانان موسازي د پاکستان وزيراعظم نواز شريف سره وليدل او ورسره یې پر دوه اړخيزه چارو خبرې وکړې.

په اسلام اباده کې له وزيراعظم کوره جاري شوی بيان وایي افغان سفير جانان موسازي د واورو ښویېدو په پېښه کښې زيانمن شوو خلکو سره د پاکستان په مرسته کولو او له افغان ولس سره په خواخوږۍ ښودلو د وزيراعظم مننه وکړه.

د ده په خبره افغانستان کې د نوي حکومت له راتلو سره د دواړو ملکونو تعلقات ښه شوي دي.

پر دې مهال د وزيراعظم نوازشريف وينا وه پاکستان په دې سخت وخت کې د خپلو افغانانو وروڼو او خویندو مرسته کولو باندې خوشحاله دې. او که ضرورت پېښ شو نو ورسره به نوره مرسته هم کوي.

وزيراعظم هيله وښوده چې ډېر زر به په افغانستان کې د جوړ جاړي عمل سرته ورسي.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ پر امنیتي معاملاتو کې په مرسته کولو تسل وښوداو ویې ويل چې په دې کې د لوی درستیز «پوځ مشر» د کابل دورو ګټورې نتيجې راوړي دي.

افغان سفير د افغانستان امنيت په لړ کې د وزيراعظم د فکر ستاینه وکړه او ویې ويل چې په افغانستان کې ټولې ډلې د مفاهمتي عمل ملاتړ او مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG