د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د افغان ډیپلوماټانو نیولو په اړه د پاکستان سپیناوی نه منو'


د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

د افغانستان حکومت د پاکستانیو پولیسو له خوا د خپلو ډیپلوماتانو په نیول کېدو اسلام اباد ته سخت احتجاج کړی او په دې اړه یې د هراړخیزه پلټنو غوښتنه کړې.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي؛ د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبه کې د پولیسو له خوا د څلور افغان ډیپلوماټانو د توقیف «حراست کې ساتل» په اړه دوی ته ورکړل شوی سپیناوی، د قناعت او منلو وړ نه دی.

د راپورونو له مخې د زیارت په ورځ د خېبر پښتونخوا پولیسو په پېښور کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ څلور ډیپلوماتان ونیول او د څو ساعتونو لپاره یې په زندان کې وساتل.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې دوی په کابل کې د دغه هیواد له سفیره غوښتي چې په دې برخه کې هر اړخیزه څېړنه وکړي.

مستغني وايي چې د څېړنو نتیجه به هرومرو له دوی سره شریکوي:

"هغه سپیناوی چې دمخه په دې اړه وړاندې شوی؛ په هېڅ ډول د قناعت او منلو نه دی؛ تېره ورځ چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په دې اړه د پاکستان له سفیر سره لیدنه وکړه؛ د افغان حکومت سخته خواشیني او احتجاج یې هغه ته ورسولو او له هغه یې وغوښتل چې په دې اړه دې هر اړخیزه څېړنه وشي او د پایلو په اړه دې افغان لوری خبر وساتي."

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دوه تنه افغان ډیپلوماټان د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبه کېد پولیسو له خوا نیول شوي چې بیا ورسته کله چې دوه تنه نورو همکارانو یې د پرېښودو هڅې کولې؛ دوی هم ونیول شول.

د افغان بهرنیو چارو وزارت یو بیان وايي، په کابل کې د پاکستان سفیر سید ابرارحسین پرون «اتوار» د بهرنیو چارو وزارت ته وغوښتل شو چې پکې د دې وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د پاکستان سفیر ته وویل، د پولیسو چلند یې له ډيپلوماتیکو اصولو ښکاره سرغړونه ده.

بیان د ښاغلي خلیل کرزي له قوله زیاتوي، د افغانستان او پاکستان ترمینځ اړیکي او همکاري اوس یوه نوي پړاو ته رسېدلي او په دې کارونو سره باید زیانمنې نشي.

د حقوقي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وايي چې د پاکستاني پولیسو دغه عمل د نړیوالو حقوقو او ښه ګاونډیتوب له اصولو سره په مخالفت کې دی:

"اساسي خبره دا ده چې د نړۍوالو حقوقو له نظره او د ویانا کنوانسیون له نظره؛ ډیپلوماټ حتا که په بل هېواد کې جرم هم وکړي؛ جنايي خوندیتوب لري، لټه یې نه کېږي، ازادي یې نه اغېزمنه کېږي، د پاکستان پولیس یا بل هر چارواکی؛ که د څو شېبو لپاره یې هم ډېپلوماټان ونیسي؛ دا د نړیوالو حقوقو او ښه ګاوندیتوب خلاف عمل دی."

د یادونې ده چې د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د افغان ډیپلوماټانه نیونه په دغه هیواد کې د افغان کډالو د ورستیو نیونو او ځورونو په دوام تر سره کېږي چې ډېر ځله افغان چارواکو له دې امله اندېښنه ښکاره کړې ده.

XS
SM
MD
LG