د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان اسمبلي : ګوادرـ کاشغر لاره دې په زړه نقشه جوړه شي


دبلوچستان اسمبلۍ یو انځور
دبلوچستان اسمبلۍ یو انځور

د بلوچستان اسمبلۍ ویلي دي چې د ګوادر - کاشغر لويه لار دي پر زړه نقشه بېرته بحال کړل شي.

دا غوښتنه پرون د دې صوبايي اسمبلۍ په هغه غونډه کې وشوه چې مشري یې سپيکر جان محمد جمالي کوله.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي لیاقت اغا د پنجشنبې په ورځ د یو شمېر حکومتي او اپوزېشن غړو په استازیوب یو قرارداد وړاندې کړی و چې پرون منظور شو.

د بلوچستان وزیراعلی ډاکټر مالک بلوڅ د قرارداد تر منظورۍ وروسته وویل:

(( زموږ د ټولو د ژوند مقصد همدادی چې خپلو کې سره کېنو ، د خپل ساحل او وسایل ، قومي تشخص او د خلکو د حاکمیت د حق لپاره وجنګیږو. موږ ددې لپاره پخوا هم جنګیدلي یو او بیا به هم په ګډه جنګیږو. او په دې خبره هیڅکله سودا نه کوو. ))

په دې قرارداد کې د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتنه شوې وه چې د ګوادرکاشغر لويه لار دي د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې تېره کړل شي.

دبلوچستان ترڅنګ د خېبر پښتونخوا ایالتي اسمبلۍ او همدارنګه یو شمیر مدني ټولنو او ولسونو هم د پاکستان د مرکزي حکومت هغه پریکړه غندلې چې غواړي د کاشغر او ګوادر ترمنځ تیریدونکې لاره د نوې نقشې سره سم جوړوي. که داسې وشول نو د پښتونخوا اکثرې سیمې به ددې لویې پروژې له ګټو بې برخې پاتې شي.

XS
SM
MD
LG