د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني : ایران ته نه ځم ، د خپلو خلکو ترڅنګ ودرېږم


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان و لسمشر محمد اشرف غني په هیواد کې د وروستیو اورښتونو په نتیجه کې د اوښتو تلفاتو له کبله ایران ته خپل رسمي سفر وځنډاوه.

ولسمشر پرون ناوخته ملت ته په یوه ځانګړې وینا کې وویل چې د افغانستان خلک له یوه حساس پړاو څخه تېریږي او په داسي حالت کې به خپل خلک یوازي پرېنږدې :

(( په دې حساس وخت کې زه غواړم د خپلو خلکو تر څنګ اوسم . له همدې کبله مې پرېکړه وکړه چې ایران ته خپل سفر وځنډوم . د ایران د ولسمشر له بلنې څخه مننه کوم او حتما به هغه هیواد ته سفر وکړم او اوس نشم کولی خپل کور او هیواد وال یوازي پریږدم.))

د وروستیو اورښتونو له کبله د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې تر ۲۸۰ ډیر کسان مړه شوي ، تر ۱۴۰ ډیر ټپیان دي او په سلګونو کورونه ، باغونه او کروندې ویجاړي شوي دي. تر ټولو زیات زیانونه دپنجشیر ولایت لیدلي دي.

له همدې کبله پدغه هیواد کې درې ورځي ملي ماتم هم اعلان شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د سالنګ لویه لار وروسته له څو ورځو بندیدو پرون ( خالي ) بیرته د ټرافیکو پرمخ پرانیستل شوه.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وایي، چې له پرون ماښام راهیسې د خلکو تګ را تګ پردغه لار پیل شویدي.

د سالنګ لویه لار تیره اونۍ د وروستیو برفکوچونو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوی وه.اوس مهال موټرونه اجازه ورکول کیږي څو په پوره ډاډ سره د سالنګ پر لار تګ راتګ وکړي.

د سالنګ د لارې د خلاصیدو خبره په داسې حال کې کیږي، چېد بغلان د طبیعې پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسولین وايي، چې تیره شپه د برفکوچونو له امله د دغه ولایت د خنجان ولسوالۍ په باجګاه درې کې یو تن مړی شوی او څلور تنه نور ټپیان شویدي.

د نورستان سرپرست والي بیا مشال راډيو ته ویلي، له ولسوالیو سره د مرکز پارون مواصلاتي لارې هم د واورې ښویدو له امله تړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG