د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د سينيټ چوکۍ په څو او څنګه خرڅيږي؟


د پاکستان قامي اسمبلي
د پاکستان قامي اسمبلي

د سينيټ لپاره ځيني اميدوارانو مشال ريډيو ته په دي شرط چې نوم به يې نه اخيستل کيږي، ويلي چې يو سيټ په کروړونو روپۍ دی. د سينيټ د چوکيوو د خرڅ د مخنيوي لپاره د قانون په جوړولو هم خبرې شوي خو تر اوسه پورې سياسي ګوندونه په دي اړه سلا شوي نه دي.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د جمعې په ورځ د ټولو ګوندونو د استازو یوه غونډه رابللې وه چې پکې د سېنټ د انتخاباتو په اړه خبرې وشوې. دا غونډه په داسې وخت کې شوي چې پاکستان کې د سينيټ انتخاباتو ته لږ وخت پاتې دی او بېلابېلو مطبوعاتو د سينيټ د چوکيوو د ممکنه خرڅلاو په اړه رپورټونه خپاره کړي.

هلته د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پرون د سینیټ راتلونکو انتخاباتو کې د صوبايي اسمبلئ غړولخوا د ووټونو خرڅولو مخنیوی لپاره يو ګډ قرارداد منظور کړی دی چې پکې له مرکزي حکومت او ټاکنو کمیشن څخه غوښنته شوي ده چې د ووټونو خرڅولو لپاره دې قانون سازی وکړي.

د سينيټ يوه چوکۍ له شلو کروړو تر څلويښتو کروړو پورې خرڅيږي

قرارداد د عوامي نيشنل ګوند له خوا وړاندې شوی وو. د خيبر پښتونخوا ځينو غړو مشال ريډيو سره خبرو کې وويل چې پکار ده د سينيټ انتخابات ښکاره وشي ځکه د دوی په وينا په پټه د رايو اچولو (secret ballot) سره دا امکان موجود وي چې له اميدوار يا کانديد پيسې واخيستل شي.

پرون اسلام اباد کې د وزيراعظم نواز شريف له خوا راغوښتل شوې غونډه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سنېټر عبدالرووف (رووف لالا) هم موجود وو. زموږ همکار بوریوال کاکړ له نوموړي سره مرکه کړېده او په پیل کې یې ورڅخه پوښتلي چې د دې غونډې اصل هدف څه وو؟​

سينيټر رووف لالا
سينيټر رووف لالا

د سنېټر عبدالرووف سره مرکه دلته اوريدل شئ.

رووف لالا: د سينيټ د چوکيوو د خرڅېدو مخه بايد ونيول شي.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:48 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د سينيټ انتخابات: د سيټونو خرڅ او انديښنې

مشال ريډيو سره خبرو کې له قبايلي سيمو څخه د سينيټ لپاره کانديد يا اميدوار کسانو وويل چې د سينيټ يوه چوکۍ له شلو کروړو تر څلويښتو کروړو پورې خرڅيږي.

XS
SM
MD
LG