د لاسرسي ځای

تازه خبر

رووف لالا: د سینيټ د چوکيوو د خرڅ مخنيوی بايد وشي


سينيټر عبدالرووف (رووف لالا)
سينيټر عبدالرووف (رووف لالا)

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د جمعې په ورځ د ټولو ګوندونو د استازو یوه غونډه رابللېوه چې پکې د سېنټ د انتخاب په اړه خبرې وشوې. دا غونډه په داسې وخت کې شوي چې پاکستان کې د سينيټ انتخاباتو ته لږ وخت پاتې دی او بېلابېلو مطبوعاتو د سينيټ د چوکيوو د ممکنه خرڅلاو په اړه رپورټونه خپاره کړي.

خبرې ډېرې وشوي خو په غونډه کې د سياسي ګوندونهو غړي د سينيټ د چوکيوو د خرڅېدو مخنيوي لپاره پر قانون سلا نه شول

د وزيراعظم له خوا راغوښتل شوې دې غونډه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سنېټر عبدالرووف (رووف لالا) هم موجود وو. زموږ همکار بوریوال کاکړ له نوموړي سره مرکه کړېده او په پیل کې یې ورڅخه پوښتلي چې د دې غونډې اصل هدف څه وو؟

د سنېټر عبدالرووف سره مرکه د غږ په برخه کې اوريدلی شئ.

رووف لالا: د سينيټ د چوکيوو د خرڅېدو مخه بايد ونيول شي.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:48 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د سينيټ چوکۍ څرنګه په پيسو اخيستل کيږي؟

مشال ريډيو ته له قبايلي سيمو څخه د سينيټ ځينو اميدوارانو وويل چې د سينيټ يوه چوکۍ له شلو کروړو څخه تر څلويښت کروړو پورې پلورل کيږي.

XS
SM
MD
LG