د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان، کلا عبدالله: د ګوزڼ نوی ناروغ راڅرګند شوی


د کلاعبدالله ضلعې ډپټي کمشنر محمد نعیم بازیي تېره شپه ناوخته مشال رېډیو سره په خبرو کې ووېل چې دا ۲ کلنه نجلۍ ده او نوم یې حنیفه بي بي دی

پرون د زیارت پر ورځ ناوخته د بلوچستان پښتون مېشتې ضلعې کلا عبدالله کې د ګوزڼ نوی کېس څرګند شوی دی. د یادې ضلعې ډپټي کمشنر بېګا شپه ناوخته د پېښې پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې دا ۲ کلنه ماشومه ده چې کورنۍ یې د ګوزڼ څاڅکې ارادتًا نه وې ورکړې.یاده دې وي،د دې نوي کېس په ګډون بلوچستان کې سږکال ۲۰۱۵م کې دا د ګوزڼ دویم او د ټول مُلک په حساب ۱۱م ناروغه دی.

د کلاعبدالله ضلعې نایب (ډپټي) کمشنر محمد نعیم بازیي تېره شپه ناوخته مشال رېډیو سره په خبرو کې ووېل چې دا ۲ کلنه نجلۍ ده او نوم یې حنیفه بي بي دی:

«دا کورنۍ یو اووه میاشتې مخکې دغه کور ته راغلې او دلته د کرایې په حساب استوګنه وه.د کورنۍ په اصل کې ارادتًا انکاري (سافټ ریفیوزل) وه.د دې مطلب دا دی چې دوي خپلې دغې ماشومې ته د ګوزڼ څاڅکي نه ورکول او که څه هم په خُله به یې څرګند او مخامخ انکار نه کولی،مګر په خپلو ارادو او کړنو به یې د انکار نښانې ورکولې.د مثال په توګه دوي دا پلمه کړې وه،چې په کور کې یې هیڅ ماشوم نشته.نو چې څوک دا ووایي یا پر دغه زور ورکړي،بیا موږ هم هغې خوا ته ډېر ټینګار په دې نه کوو چې کېدای شي،ماشوم به نه وي؛خو که څوک په ښکاره انکار وکړي،هغو ته موږ په بیا بیا ورځو او مجبوروو یې چې خپلو ماشومانو ته څاڅکي ورکړي.نو دلته دا کیسه شوېده»

د ډپټي کمشنر په خبره چې دوي په سختو حالاتو کې هم همېش هڅه کوي چې د ګوزڼ څاڅکي ورکولو په لړ کې پوره پوره انتظامات سر ته ورسوي او تر هر ماشومه ځان ور ورسوي:

«زموږ په سیمه او په خاص توګه په دغه ضلع (کلاعبدالله) کې د ګوزڼ کېسونه هم په دې وجې زیات دي چې موږ په کلتوري،ټولنیزو،مذهبي او نورو وجوهاتو ګوزڼ څاڅکو ته اهمیت نه ورکوو او دومره تکلیف نه کوو چې خپل ماشوم تر کوره بهر وباسو او ګوزڼ څاڅکي ماشومانو ته ورکړو»

بلوچستان کې د ګوزڼ څاڅکي ورکولو ادارې (اي-پي-ای) صوبایي مشر،ډاکټر اسحاق پانیزیي په خبره ځینې پلرونه لا هم نه دي پوه شوي:

«که چیري زموږ ماشوم ناروغه شي،نو موږ څومره ژر ژر روغتونونو ته منډې وهو او ډاکټرانو ته ژاړو،بغارې وهو چې ماشوم یې ور وژغوري.بیا هلته موږ هر قیسمه خرڅ او تکلیف زغمو،خو دلته چې د ګوزڼ کارکوونکي زموږ د دروازې چوکاټ ته راځي،نو موږ هغوي زوروو،تنګوو یې او ښکنځل پسې کوو او حتا چې کاڼي پسې غورځوو او وژنو یې.دا هر څه زموږ اجتماعي سوچ څرګندوي چې موږ هیڅکله هم پر اسانه او مُفت ترلاسه کېدونکی کار خوند نه اخلو»

بلوچستان کې د صحت محکمې د مالوماتو له مخې،د کلاعبدالله د ګوزڼ دې نوې ناروغې څرګندېدو سره سم،سږکال ۲۰۱۵ کې دغه صوبه کې د ګوزڼ دا دویم او د ټول مُلک په حساب ۱۱م کېس دی.دې سره بیا هم د یادې ادارې د مالوماتو پر اساس،پروسږ کال ۲۰۱۴ کې بلوچستان کې د ګوزڼ ټول خواوشا ۲۲ او په ټول مُلک کې خوا وشا ۳۰۶ د ګوزڼ ناروغان رپورټ شوي وو.

XS
SM
MD
LG