د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې له ښځو سره تاوتریخوالی لږ شوی


د ښځو چارو رئیسې ډاکټرې ملالۍ ولي مشال راډیو ته وویل، چې دوی سره سږ کال د ښځو د ځانوژنې، ځانسوځونې او قتل پيښې نه دي ثبت شوي.

د خوست د ښځو چارو ریاست مسوولینې وايي، چې د تېر کال په پرتله خوست کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه کمه شوې او د ښځو حالت ښه والي لوري ته تللی دی.

د ښځو چارو رئیسې ډاکټرې ملالۍ ولي مشال راډیو ته وویل، چې دوی سره سږ کال د ښځو د ځانوژنې، ځانسوځونې او قتل پيښې نه دي ثبت شوي.

د دې په وینا که څه هم په کورنیو کې ستونزې او پيښې شته، خو کچه یې ټیټه ده:

((په خوست کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پيښو که څه نا څه ټیټه ده، مثلاً کوم ارقام چې زموږ سره ثبت او راجسټر شوي دي، د تېر کال په پرتله سږ کال دا ارقام راټیټ شوي دي، په دې کې د ځان سوځي، ځانوژنې او قتل پيښې نه لرو، که څه هم په کورنیو کې د ښځو ستونزې شته، خو کچه يې کمه ده.))

دا چې په خوست کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کوم ډولونه شته، د ښځو د شبکې استازې زیبا بارکزۍ يې په اړه داسې وايي:

((د ښځو پر وړاندې یو تاوتریخوالی دادی، چې لاهم دوی په بدو کې ورکول کیږي، بل ښځې په بدل کې ورکول کیږي، د ولور ډیروالۍ هم په کورنیو کې په تاوتریخوالي اوړي، د کورونو څخه تيښته هم شته، د دیوالونو څخه يې ځان ښکته غورځولی، ځکه د میړه له خوا په کور کې قلف شوې نو دې خپل اولادونه هم پرې ایښي او تښتیدلې ده، هغه ښځې چې په کور کې بن لري، هغوی تر منځ هم مشکلات ډېر دي.))

په خوست یوه تنه مدني فعاله نسرین احساني د ترویخوالي یو ډول دا هم ګڼي، چې ښځې تل د پلار او خاوند په کور کې د خپلو شرعي او قانوني حقوقو څخه محرومې ساتل شوې دي:

((ښځو ته په اول قدم کې په خپل کور کې پلار او ورور حقوق نه دي ورکړي، بیا چې د خاوند کور ته تللې هلته هم د خپلو حقوقو څخه بې برخې پاتې شوې ده، نو هر وخت ښځو سره تاوتریخوالۍ شوی او د خپلو حقوقو څخه بې برخې پاتې شوې دي.))

د مدني ټولنې یوه بله تنه فعاله کامله اکبري د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ځني لاملونه داسې په ګوته کوي:

((د ښځو د ښوونې روزنې کچه ډېره ټیټه ده، کله چې زموږ په ټولنه کې نارینه واکمن دي، نو ښځو او نجونو ته دمومره واک نه ورکوي، که هلک هره جینۍ خوښه وي، کورنۍ يې ورته غواړي، خو د جینۍ دا اړه نه سنجوي، چې ایا دوی هم په دې اړه څه حق لري او کنه، د اسلام نه بې خبري هم شته او هغه برنامې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له پاره جوړیږي، د هغوی فوکس په مرکز دی، لیرې پرتو سیمو ته ورکشاپونه او سیمنارونه نه دي رسیدلي، بل هغه بودجه چې د ښځو له پاره منظوریږي، هغه هم په سمه لار نه مصرفیږي.))

دا په داسې حال کې ده، چې د سويل ختيځ زون د بشري حقونوخپلواک کمېسيون هم په روان کې کال کې د یاد زون په دریو ولایتونو پکتیا، پکتیکا او خوست کې په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د تامین په برخه کې د ۲۵ سلنه ښه والي او په ټوله کې د ښځو پر واندې د تاوتریخوالي د کمولو خبره کوي.

XS
SM
MD
LG