د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغان سوله او افغان طالبان دواړه پر پاکستان تکیه لري'


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان پوځ لوی درستیز د راولپنډۍ پوځي مرکز یوه یادګار ته د دعا پر مهال
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان پوځ لوی درستیز د راولپنډۍ پوځي مرکز یوه یادګار ته د دعا پر مهال

د بي بي سي په لیکنه ، دا ځکه چې طالبان پر پاکستان تکیه کوي، یانې په پاکستان کې پټېږي، هلته پېسې، وسلې او نور سامانونه راغونډوي.

د بي بي سي ویب پاڼې په افغانستان کې د امن لپاره پر روانو هلو ځلو مقاله خپره کړېده. په مقاله کې پوښتنه راپورته کړل شوې ده چې ایا افغان طالبان خبرو اترو ته تیار دي او که نه؟ د مقالې په یو برخه کې راغلي دي چې په افغانستان کې د امن تکیه د پاکستان پر رول ولاړه ده.

د مقالې په پیل کې لیکل شوي چې د کلونو له جګړو وروسته اوس داسې یو شمېر رپوټونه مخې ته راغلي دي چې ګواکې د افغانستان په جګړه کې ښکېلې ټولې غاړې د خبرو اترو پر لور روانې دي.

تر دې وړاندې به افغان طالبانو له افغان حکومت سره له خبرو اترو انکار کاوه او ویل به یې چې یوازې له امریکا سره خبرې کوي، چې د دوی په فکر روښتونی قوت دی.

د روانې میاشتې پر نولسمه نېټه رویټرز خبري اژانس په یو رپوټ کې د پاکستاني پوځ د یو چارواکي له خولې لیکلي وو چې افغان طالبانو له افغان حکومت سره د خبرو اترو لپاره د لیوالتیا څرګندونه کړېده.

تر هغه وړاندې په جنوري کې هم په یو رپوټ کې ادعا شوې وه چې ګواکې د افغان طالبانو یو دوه کسیز پلاوی له چیني چارواکو سره د خبرو لپاره بیجینګ ته تللی وو.

رپوټ ویلي وو چې دا دوه کسه په قطر کې د افغان طالبانو استازي وو او د ۲۰۱۴م کال په نومبر میاشت کې چین ته تللي وو.

مقاله لیکي ، د رپوټونو له مخې ، د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف افغان ولسمشر اشرف غني ته باور ورکړی دی چې پاکستان به پر افغان طالبانو د خپل نفوذ له لاري فشار اچوي چې خبرو اترو ته حاظر شي.

مقاله زیاتوي ، پر پاکستاني پوځ له مودو راهسې تور دی چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته وسله والې ډلې ساتي او په افغانستان کې د طالبانو او حکومت تر منځ د روغې جوړې کیلۍ هم د اسلام اباد په لاس کې ده.

د مقالې په لیکنه ، پر دې سیمه نظر لرونکي ډ‌ېر شننونکي په دې نظر دي چې که پاکستان وغواړي نو روښتیا هم افغان طالبان خبرو اترو ته کښېنولی شي.

د بي بي سي په لیکنه ، دا ځکه چې طالبان پر پاکستان تکیه کوي، یانې په پاکستان کې پټېږي، هلته پېسې، وسلې او نور سامانونه راغونډوي.

مقاله لیکي چې که پاکستان پر افغان طالبانودا هر څه بند کړي نو هغوی به د دې جوګه نشي پاتې چې په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي. ​

XS
SM
MD
LG