د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: واورې ښویېدو او سېلاونو ۲۳۰ تنه وژلي


د پنجشېر ولایت د عبدالله خېلو سیمې اوسېدونکی خدایداد وايي چې په خپل ټول ژوند کې یې دومره درنې واورې نه وې لیدلې.

د پنجشېر په پنځو ولسوالیو کې واورې ښویېدو په یو شمېر کليو کې په لسګونه وګړي او کورونه لاندې کړي دي.

په دې سیمو کې واورې تل ورېږي؛ خو سږنی واورې ساری نه لري او هېڅکله يې هم دومره مالي او خاني تاوان نه وو اړولی.د طبیعي پېښو ضد نظم ادارې ویلي چې تر دامهاله ۲۳۳ تنه وژل شوي دي.

د دې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس آزادۍ راډیو ته وویل چې دا تلفات د تېرو څو اونیو د پرله پسې واورو د ورښت او واورې ښویېدو نتیجه ده:

"درنو واورو او د بارانونو ورښت، د هېواد په ډېری ولایتونو کې تلفات اوړلي دي؛ پتېره په پنجشېر ولایت کې یې۱۶۵ کسان وژلي او یو شمېر کورونه هم ویجاړ شوي دي."

سیاس زیاته کړه چې په پنجشېر او نورو ولایتونو کې له ناورین ځپلو کورنیو سره د مرستې هڅې روانې دي، او تر سل میلیونه افغانۍ بېلابېلو ولایتونو ته استول شوي دي.

د خنج ولسوالۍ اوسېدونکي محمدعلم او عبدالهادي وايي چې د درنو واورو ورښت لسګونه کورونه تر واورو لاندې کړي دي او د دوی په وینا، د دې پېښو انساني تلفات ښايي اصلا تر دې زیات وي:

د پنجشېر مرستیال والي عدالخبیر بخشي وايي چې د دې ولایت په پنځو ولسوالیو کې انساني تلفات اوښتي دي. ښاغلي بخشي آزادۍ راډیو ته وویل چې ګومان کېږي لسګونه نور کسان به ښايي تر واورو لاندې شوي وي:

"ترټولو زیات تلفات په پنځو ولسوالیو او مرکز کې وو. په پریان ولسوالۍ کې د تلفاتو شمېر له اتیا تر نوي کسانو ته رسېږي. د حصه اول او درې ولسوالۍ هم په همدې توګه."

په همدې حال کې په پنجشېر کې د دې طبیعي مصیبت د یوشمېر قربانیانو د ډله ییزې جنازې مراسم پرون ترسره شول.

پر پنجشېر سربېره د هېواد په نورو سیمو کې هم د واورو ښویېدو خلکو ته ځاني او مالي تلفات اړولي دي. د چارواکو په وینا یوازې په بدخشان ولایت کې ۲۴ تنه وژل شوي دي.

له سالنګونو، د پروان او بغلان له نورو سیمو او همداراز له بامیان ولایته هم د تلفاتو راپورونه رارسېدلي دي.

د سالنګ لاره اوس مهال بنده ده او په دې لویه لاره کې دومره ډېره واوره پرته ده چې د چارواکو په وینا پاکول یې ښايي لږترلږه یوه اونۍ وخت ونیسي.

عموما د کال په دې موسم کې د واورو په ورښت کې کموالی راځي خو سږکال د ژمي په وروستیو ورځو کې د هېواد د شمال او شمال ختیځ په سیمو کې درنې واورې وورېدلې.

XS
SM
MD
LG